د لاس رسي وړ اتصالات

په ارزگان کې د پنځوسو نه زېات طالبان وژل شوی دی


د افغانستان حکومتی مقامات واېې چه په ارزگان ولاېت کې د افغان او د امرېکا په قومانده د اېتلافی قواو سره په جنگ کې د پنځوسو نه زېات طالبان وژل شوی دی.

مامورېن واېې چه دا جنگ د سه شنبی په ورځ د ارزگان ولاېت د چارچېنو ولسوالئ په غرنئ سېمه کې وشو او اېتلافی قواو د جنگ په دوران کې د زمکنېو قواو نه علاوه، د جنگی الوتکو نه هم استفاده وکړه.

د افغانستان د حکومت مامورېن واېې چه په ېوه بله نښته کې هم چه د سه شنبې په ورځ د طالبانو سره په دهراوټ ولسوالئ کې وشوه، پنځه طالبان ووژل شول.

په عېن وخت کې د ملگرو ملتونو د بشری حقوقو د چارو ېوې لوړ رتبه مامورې مېرمن لویېس اربور په طالبانو او هم په افغانستان کې په نړېوالو قواو باندی تنقېد کړی دی او واېې چه دواړه خواوې ملکی خلک په افغانستان کې وژنی.

نوموړې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ېوه مطبوعاتی کانفرانس په دوران کې ووېل چه د ناتو د قواو په لاس دملکی خلکو وژل کېدل د حد نه زېات شوی دی.

هغې طالبان هم په دې تورن کړل چه قصدا دجنگ په وخت ملکی خلک وژنی او هم د ملکی خلکو نه د بشری ډال په توگه استفاده کوی ځکه چه د د ناتو د عسکرو سره د جنگ په وخت هغوئ د خلکو په کورونو کې پټېږی.

مېرمن اربور افغانستان ته د خپل شپږ ورځنی سفر په دوران کې دا تبصره وکړه.

د افغانستان جمهور رېس حامد کرزي هم بار بار د ناتو او امرېکا په قومانده د نړېوالو قواو نه غوښتلی دي چه د طالبانو په خلاف د جنگ په وخت دې د ملکی خلکو د تلف کېدو مخه ونېسی.

سږکال د افغانستان لپاره تر ټولو مرگانې کال ثابت شو، او په کال دوه زره ېو مېلادی کې د امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو له خوا د طالبانو د سقوط نه وروسته،ډېر سخت جنگونه پکې وشول.

طالبانو د افغانستان په جنوبی ولاېتونو کې ځانونه پېاوړی کړی دی او په افغان، امرېکاېې او ناتو په قواو باندی ناڅاپی حملی کوی او هم پری انتحاری حملی کوی.

XS
SM
MD
LG