د لاس رسي وړ اتصالات

داسټرالیا رایه ورکونکو دحکومت مخالف گوند قدرت ته ورساوه


داسټرالیامخالف گوند اوددغه گوند رئیس کیوین روډ ملی انتخابات وگټل او دصدراعظم جان هوورډ محافظه کار ائتلاف ته ئې ماتی ورکړه چې څه دپاسه یولس کاله په قدرت کې وو. ښاغلی روډ نن دشنبی په ورځ دخپل بری داعلانولو په وخت کې وویل، اسټرالیایانو فیصله کړیده چې دراتلونکی په لورحرکت کوی . هغه وعده وکړه چې له عراق نه داسټرالیا پنځه سوه عسکررااوباسی او دکیټودتودوخی موافقه لاس کړی چې هوورډ ئې کلک مخالف و. داسټرالیا صدراعظم جان هوورډ په ملی انتخاباتو کې پخپلې ماتی باندی اعتراف کړیدی. ښاغلې هوورډ پخپله انتخاباتی حوزه کې وویل، ده خپل مخالف دکارگر گوند مشر کیون روډ ته تلیفون وکړاو مبارکی ئې ورته ورکړه . هغه وویل، ده ښاغلې روډ ته یوه قوی ، ویاړلی او ډیره هوسا اسټرالیا تسلیم کړه چې یولس نیم کاله پخوا داسی نه وه . ښاغلې هوورډ دامریکا دجمهوررئیس بوش نژدی متحد و. دهغو کسانو په قول چې رایه ئې ورکړیدی، دکارگرگوند به ٥٣ فیصده رایه لاس ته راوړی په داسی حال کې چې دښاغلې محافظه کار ائتلاف ۴٧ فیصده رایه وړی دی . ویل کیږی چې ښائې ښاغلې هوورډ په پارلمان کې څوکې دلاسه ورکړی .

XS
SM
MD
LG