د لاس رسي وړ اتصالات

دلبنان صدراعظم وائې، دهیواد داساسی قانون له مخی به کارته دوام ورکوی


دلبنان دلویدیځ طرفدار صدراعظم فواد سینیوورا غواړی هغه ویره لیری کړی چې دده درقیب او دسورئې دطرفدار جمهوررئیس ایمل لهود بی له دی چې جانشین ئې انتخاب شی ،دوره ئې پوره شوه ،دسیاسی خالیگاه په باب پیدا شویده . ښاغلې سینیوورا نن دشنبی په ورځ وویل، دده حکومت به داساسی قانون له مخی کارکولو ته دوام ورکړی . هغه وویل، دده اصلی هدف دادی چې دجمهوری ریاست دانتخاباتو جریان بشپړکړی . دلبنان پارلمان پرون دجمعی په ورځ ونشوکړای چې نوی جمهوررئیس انتخاب کړی . ښاغلی لهود مخکې لدی نه چې دجمهوری ریاست مقام پریږدی اضطراری حالت ئې اعلان کړ اوپوځ ته ئې امروکړچې ملی امنیت په غاړه واخلی . دهغه دجمهوری ریاست دوره بیگاه نیمه شپه پای ته ورسیده او قدرت ئې خوشی کړ . ښاغلې سینیوورا وویل، په لبنان کې اضطراری حالت نافذولوته ضرورت نشته دی او هغه پدی ټینگاروکړچې پوځ به په لارو کوڅو کې گزموکولوته دوام ورکړی څو امنیت وساتلی شی . په بیروت کې دناارامی په باره کې رپوټ ندی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG