د لاس رسي وړ اتصالات

دهند ډیپلومات دمشترک المنافع دټولنې دروانې دورې رئیس انتخاب شو


درایوپه اتفاق دهند صدراعظم کمالش شرما دبریتانی دمشترک المنافع د٥٣ هیوادونو دفدراسیون چې اکثره ئې دبریتانی پخوانی مستعمری دی،عمومی منشی انتخاب شو. ښاغلې شرما نن دشنبی په ورځ دیوگنډا په پائتخت کمپالاکې دمشترک المنافع په دری ورځنی عالې غونډه کې انتخاب شو. دی به ددغې ټولنې لومړی آسیائې عمومی منشی وی دنوی زلاند د‏(‎ډان مک کینن‏)‎ ځای به ونیسی چې هغه داپریل په میاشت کې داتوکالو نه وروسته استعفئ کوی . په دغه عالی غونډه کې په پاکستان باندی تراوسه خبری کیږی چې دجمعی په ورځ په دغه ټولنه کې دپاکستان غړیتوب ځنډول شوی وځکه اضطراری حالت ئې نه و لیری کړی . پاکستان په ډیره عصه خپل ځنډول ردکړل . دبریتانی ملکی ایلزابت دجمعی په ورځ ددغې ټولنې دمشرانوعالې غونډه پرانستلی وه. همدغه راز دجمعی په ورځ مظاهره چیانو دعالی غونډې مرکزته نژدی دپولیسانوسره اخوډب کړی وو. دوی پدی په غصه شوی وو چې ملکی دیوگنډا دجمهوررئیس یوری موسیونی سره ملاقات کړی و. دېوگنډا مخالف مشر کیزا بیسیگی ددغې احتجاجی مظاهری مشری کوله چې له مشترک المنافع ټولنې نه غوښتل چې دبیسیگی په وینا دغه ټولنه دی دیوگنډا دډیموکراتیکو نواقصوغم دی وخوری .

XS
SM
MD
LG