د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د خپلو عسکري ملگرو سره خداى پامانى وکړه


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د پوځ له مشرۍ نه له متوقع استعفى نه ېوه ورځ مخکى له خپلو عسکري ملگرو سره خداى پا مانى وکړه. توقع ده چې نوموړى د پوځ له مشرئ نه د چارشنبى په ورځ استعفى وکړى.

جنرال پروېز مشرف نن د سه شنبى په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي دفترونه وکتل.

هلته هغه د پاکستان د پوځ د زمکنېو، سمندرى او هوايي قواو له معتبرو او عالې رتبه قوماندانانو سره ملاقات وکړ.

د پاکستان د حکومت معتبر چارواکي وايي جنرال مشرف به د پوځ له مشرتا به نه د چارشنبى په ورځ استعفى وکړى او دهغه په ځاى به جنرال اشفاق کېانى د پوځ د مشرۍ مسوولېت په غاړه واخلى.

جنرال مشرف به تردې وروسته د پنجشنبى په ورځ د دوېمى پنځه کلنى دورې لپاره د جمهور رئېس په توگه د وفادارى سوگند وکړى.

د پاکستان د کورېنو چارو د وزارت نطاق جاوېد اقبال چېمه وايي د قدرت انتقال به دترهگرى خلاف جگړه کې په پوځ باندى څه اثر ونه لرى.

په پاکستان کې دنورو سېاسى تحولاتوپه لړ کې ېو هم دادى چې د پاکستان پخوانېو لومړېو وزېرانو نواز شرېف او بېنظېر بهټو د راتلونکي کال د جنورى داتمى نېټى په پارلېمانى انتخاباتو کې د گډون لپاره خپل نومونه لېکلى دى.

ددغو دواړو شخصېتونو گوندونه په هغه اېتلاف کې شامل دى چې له انتخاباتو سره ېې په مقاطعه باندى په دې شرط غور کاوه چې که د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف په ملک کې اضطرارى حالت پاېته ونه رسوي نو کېدلى شى چې دوى له انتخاباتوسره مقاطعه وکړى.

XS
SM
MD
LG