نن چنرال مشرف د عسکرو سره خدای په امانی وکړه، سبا به د پوځ د مشرۍ نه استعفا وکړی او د پنجشنبی په ورځ به د ملکی جمهور ریس په حیث د وفادارۍ لوړه وکړی.
"خو سره د دی هم که چیری یو مضبوط صدراعظم راشی او په عوامو کی اعتبارهم ولری نو جنرال مشرف ته بیا مشکلات پیښیدی شی.
اوس به جنرال مشرف کوشش کوی چه ډیر طرفداران یی انتخابات وگټی چه سیاسی برلاسی پیدا کړی.
دغسی سیاسی مبارزه د جنرال ضیا په وخت کی هم شوی وه. خو هر حکومت چه د امریکا د پالسیو طرفدار وی، هغه د مذهبی سیاسی گوندونو ملاتړ نه شی تر لاسه کولی، او جنرال مشرف ته به همدغسی مشکل پیښ وی. "
په دی باره کی د پیښور د ستری محکمی وکیل او د وکیلانو د اتحادیی ریس، بیرستر باچا سره د زیبا خادم مرکه واوری.