د لاس رسي وړ اتصالات

جاوید اقبال: زه فکر نه کوم چې د مشرف دا اقدام به د تیرورېزم خلاف جگړه کې هېڅ ډول تاثېر ولرى


د پاکستان جمهور رئېس، پروېز مشرف، د پوځ له خوانه د خداى پامانۍ په مراسمو کې له خپلى متوقع استعفى نه مخکى گډون وکړ.

نوموړى به د پاکستان د پوځ له مشرئ نه استعفى وکړى. د امرېکا غږ خبر ېال بېري نېوهاوس وايي د جنرال مشرف دغه اقدام په پوځ او حکومت کې انکشاف او پرمختگ راوستلى شى.

جنرال مشرف له خپلو معتبرو قوماندانانو سره په راولپنډى کې ملاقات وکړ او له هغوى سره ېې د بندو دروازوتر شا په مراسمو کې خداى پامانى وکړه.

رپوټ وايي چې دا د نظامېانو د تقاعد کېدلو د رسمى مراسمو ېوه برخه ده. چارواکي وايى چې جنرال مشرف به دچارشنبى په ورځ استعفى وکړى او جنرال اشفاق کېانى به دهغه پر ځاى د پاکستان د پوځ لوى درسېتز شى.

د پاکستان د کورنېو چار و د و زارت نطاق، جاوېد اقبال چېمه، ووېل چې د جنرال کېانى ته به د اقتدار انتقال دترورېزم خلاف د پوځ په جگړه کې څه اغېزه ونه لرى:

" زه فکر نه کوم چې د ېونېفورم بدلون به دترورېزم خلاف جگړه کې هېڅ ډول تاثېر ولرى. ترورېزم زموږ داخلى امن ته ېو مشکل او ډېر جدي خطر پېښوي او موږ به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو چې خپل هېواد له ترورېزم او افراطېت نه وژغورو."

ېو نظامى تحلېل کوونکى م تقاعد جنرال، طلعت مسعود، وايي له پوځ نه د جنرال مشرف استعفى به نوي لوى درستېز ته دا موقع برابره کړى چې په نظامى چارو باندى تمرکز وکړى او جمهور رئېس به سېاسى چارې پر مخ بوزي.

طلعت مسعود ووېل د ښاغلى مشرف تقاعد د پاکستان په حکومت کې بنېادى بدلون راوستلى شى. د پوځ نقش به دهېواد د پالېسېو په جوړښت کې کمزورى شى او د سېاسى گوندونو نقش به مظبوط شى.

طلعت مسعود وايي: "د قدرت ېونوى تشکېل او جوړښت به منځته راشى. ښاغلى مشرف به اوس سېاسى گوندونو ته ډېر اختېارات ورکړى. مخالفو سېاسى گوندونو د جنرال مشرف تقاعد ته د ښو زېرى بللى دى خو دهغه پرپالېسېو باندې په انتقاد کې خپله لهجه نده نرمه کړې."

فرزانه را جا، د پخوانۍ لومړى وزېرې بېنظېر بهټو د پېپلز پارټۍ له خوا نه ېوه کاندېده وايي مخالف گوندونه کوشش کوى چې په دې خبره باندى سر ه متحد پاتى شى چې له انتخاباتو سره به مقاطعه وکړى او که نه.

فرزانه راجا وايي "موږ له نورو سېاسى گوندونو سره ددى لپاره متحد ېو چې داخبره ېقېنى کړو چې ټول په گډه په دې ملک کې د رېښتونى دېموکراسى د راوستلو لپاره ېو ه پرېکړه وکړو. "

په داسى حال کې چې تقرېبا ټولو سېاسى گوندونو خپل نماېندگان په رسمى ډول د جنورى د اتمى نېټى انتخاباتو ته کاندېد کړى خو دا هم وايى که چېرې حکومت اضطرارى حالت پاېته ونه رسوى او د سترې محکمى معزول شوې رئېس بېرته په خپله وظېفه مقرر نکړى، نو ښايى چې له دې سره سره هم دوى له انتخاباتو سره مقاطعه وکړى.

XS
SM
MD
LG