د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وايي دى به اضطرارى حالت د ډېسېمبر په شپاړسمه پاېته ورسوي


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف وايي دى به په پاکستان کې اضطرارى حالت د ډېسېمبر په شپاړسمه پاېته ورسوي.

هغه دا اعلان په هغه وېنا کې وکړ چې د ملکى جمهور رئېس په توگه ېې د بلې پنځه کلنى د ورې د وفادارى د سوگند له کولونه لنډ وخت وروسته وکړه.

هغه خپله وعده ېو ځل بېا تائېد کړه چې پارلېمانى انتخابات به د جنورى په اتمه وشى او په ټولو سېاسى گوندونو ېې غږ وکړ چې په انتخاباتو کې برخه واخلى.

تردې مخکى، پروېز مشرف، د ملکی جمهور رېس په توگه خپله دوهمه پنځه کلنه دوره شروع کړه. ښاغلي مشرف نن د پنجشنبی په ورځ په اسلام اباد کې د جمهوری رېاست په ودانئ کې د خپلی نوې دورې لپاره د وفادارئ لوړه و کړه.

پروېز مشرف د ملکى جمهورېت نوې دوره په پاکستان کې د دېموکراسئ په لوری د پرمختگ ېو مهم قدم وباله.

ښاغلی مشرف چه پوره شپږ څلوېښت کاله ېې دپاکستان په پوځ کی خدمت کړی ؤ، د چهارشنبی په ورځ ېې د پوځ د لوی درستېز د مقام نه استعفا وکړه.

په خپله افتتاحیه وېنا کې جمهور رېس مشرف ووېل چه ملک ته دجلا وطنئ نه ددوو پخوانېو لومړېو وزېرانو نواز شرېف او بېنظېر بوټو راستنېدل په پاکستان کې د سېاسی روغې جوړې لپاره ښه کار دى.

مگر دواړو پخوانيو لومړېو وزېرانو د جنرال مشرف د دوهمې دورې د پرانېستلو په مراسمو کې گډون ونه کړ.

جنرال مشرف ېو ځل بېا وعده وکړه چه پارلمانی انتخابات به بل کال د جنورئ په په اتمه کېږی او د هغه په وېنا هرڅه چه کېږی هغه به کېږی مگر انتخابات به په خپل وخت وشی.

ښاغلي مشرف په خپله وېنا کی دا خبره ونه کړه چه اضطراری حالت د ختمولو اراده کله لری.

په عېن وخت کې په لاهور کې نن څو کسه پولېسان او مدافع وکېلان په ېوه نښته کې زخمېان شول. وکېلانو د جنرال مشرف په خلاف مظاهره کوله او غوښتل ېې چه مارش وکړی مگر پولېسو په ډنډو ووهل.

ټاکل شوی ده چه ښاغلی مشرف به نن خپل ملت ته ېوه وېنا هم وکړی. د جنرال مشرف د وفادارئ د قسم خوړلو مراسمم د ستری محکمی د رېس عبدالحمېد دوگر له خوا سرته ورسېدل.

کله چه جنرال مشرف اضطراری حالت نافذ کړ او دستری محکمی رېس ېې برطرف کړ نو عبدالحمېد دوگر ېې د هغه په ځای مقرر کړ.

د پاکستان پخواني لومړي وزېر نواز شرېف د چهارشنبی په ورځ د ښاغلي مشرف دوهمه دوره رد کړه او وېې وېل چه د هغه د وفاداری د لوړی د پورته کولو مراسم قانونی مشروعېت نه لری.

مگر بېنظېر بوټو اعلان وکړ چه گوند به ېې په دی باب چه اېا د پروېز مشرف جمهوری رېاست ومنی او که نه په بېړه پرېکړه ونه کړی.

XS
SM
MD
LG