د لاس رسي وړ اتصالات

دترکېې مسافر وړونکې الوتکه په جنوب لویدیه ترکېه کې غورځیدلی


دترکېې مسافر وړونکې الوتکه په جنوب لویدیه ترکېه کې غورځیدلی او ټولې شپږپنځوس واړه سپارلې پکې وژل شویدی. دهوائې شرکت ماموران وائې، دژغورنی کارکونکی دپیښی ځای ته رسیدلی دی او رپوټونه وائې، له دغې پیښی نه څوک ژوندی ندی پاتی شوی . داطلس جیټر په نامه خصوصی شرکت اعلان وکړ چې په دغه الوتکه کې ۴٩ سپارلی او اوه تنه عمله په دغه پیښه مړه شویدی . دغه الوتکه نن سهار دایسپارتا ښارته نژدی په غرونوکې راوغورځیدله . پیلوټ دالوتکې دراغورځیدلو نه لږ دمخه رپوټ ورکړی وچې دی ته تیاری نیسی چې غواړی دښارپه هوائې میدان کې الوتکه کښینوی . دداسی نخښی نښانی نشته ده چې گنې په الوتکه کې کوم تخنیکی عوارض وو او په سیمه کې دهوا حالات هم ښه و. دترکېې دملکی هوانوردی دچارو مقامات وائې، تحقیق کونکو دالوتکی دپرواز ډاټا اوبلیک باکسس پیدا کړیدی چې کیدای شی ددغې الوتکی دغورځیدو دعلت په پیداکولو کې مرسته وکړی . دملکی هوانوردی وزارت وائې، الوتکه درن وی نه یولس کیلومتره لیری راوغورځیدله .

XS
SM
MD
LG