د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د انتخاباتو کومېسېون د نواز شرېف کاندېد کېدل رد کړېدى


د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د پخوانی لومړى وزېر نواز شریف لخوا په راتلونکی میاشت کی په انتخاباتو کی د برخی اخیستو درخواست رد کړیدى.

د انتخاباتو د کمیسون یو لوړ رتبه چارواکی، راجا قمر زمان، نن په لاهور کی ویلی دی چی د ښاغلی نواز شریف د نوم ثبتولو عرېضه په دی سبب رد شویده چی د هغه نوم په ځینو جناېي دوسیو کی اوس هم موجود دی.

دا نوی اعلان په داسی وخت کی کېږى چی ښاغلی نواز شریف د هیواد د پخوانۍ لومړۍ وزېرې، میرمن بی نظیر بوټو، سره دی دپاره ملاقات ته روان دی چی هغه دی ته وهڅوی چی انتخاباتو کی له برخی اخیستو نه ډډه وکړی.

ښاغلی نواز شریف د اول نه ویلی چی انتخاباتو کی به برخه نه اخلی خو میرمن بوټو ویلی وو چی د هغی ملاتړ کونکی په پاکستان کی د جمهور ریس مشرف لخوا د اضطراری حالت پر ضد د احتجاج په توگه په دی انتخاباتو کی برخه نه اخلی.

خو ښاغلی نواز شریف وایی چی د ده گوند به تر هغی په انتخاباتو کی برخه وانخلی تر څو د ملک معزول شوی قاضیان بیرته برحاله شوی نه وی.

بله خوا د پاکستان جمهور ریس، پرویز مشرف، نن د ترکیی د جمهور ریس، عبدا لله گل، سره په گډو سیمه ایزو نړیوالو او شریکو مسلو باندی خبری کوی.

توقع ده چی د ترکیی جمهور ریس به د پاکستان د سیاسی ډلو د مشرانو سره هم ووینی. دا دویمه او ورستئ ورځ ده چی د ترکیی مشر به یی په پاکستان کی تیروی.

دهغه د سفر هدف د پاکستان او ترکیی د دیپلوماتیکو اړیکود شپیتمې کلېز ېا دونه ده. ښاغل گل د نړئ لومړئ دولتی مشر دی چې پاکستان ته د اوسنی اضطراری حالت په دوران کی سفر کوی.

ښاغلی مشرف اعلان کړیدی چی دی به د د سمبر په شپاړ لسمه په خپل هېواد کې اضطراری حالت ختم کړى.

نواز شریف په کال ١٩٩٩ کې د جنرال مشرف لخوا له واکه وغورځول شو او اته کاله یي په سعودي عربستان کې په جلاؤطنى کې تیر کړل.

هیواد ته د بیرته راستنیدو نه وروسته يي پرون په خپله لومړی سیاسي غونډه کې خپلو ملاتړو ته وینا وکړه. نوازشریف او ځینو نورو مخالفو سیاسي گوندونو پریکړه کړې که چیري پرویز مشرف د سترې محکمې پخواني قاضیان بېرته په خپلو وظاېفو باندې ونه گماري د راتلونکو انتخاباتو سره به مقاطعه وکړې.

د نواز شریف د پلرني ایالت پنجاب په مرکز کې په دې غونډه کې چې اټکل کیږي لس زره کسانو گډون په کې کړی وو.

هغه وویل ”د ټاکنو سره مقاطعه به هغه وخت موثره وي چې ټول گوندونه په گډه او یو خوله دا کار وکړې. زما لپاره نه بلکې د پاکستان لپاره، ستاسي او ستاسي د راتلونکې لپاره، د یو سل او شپیته ملیونه اولس او د راتلونکو نسلونه لپاره، به زه د بېنظیر بوټو سره وگورم. "

د ټاکنو سره د سیاسي گوندونو بایکاټ به د دیموکراسي لپاره د امریکا په ملاتړ روان سیاسي بهیر ته سخته ضربه ورکړې.

د اتو کالو د نظامي حکومت نه وروسته، اوس مشرف ژمنه کړې چې د روانې میاشتې په شپاړسم به اضطراري حالت پای ته ورسوي.

بلخوا د سوات د مټه په سیمه کې د یکشنبې په ورځ هم د پوځ او طالبانو ترمنځ جگړه روانه وه. د پاکستان پوځ وايی په سوات کې د بشپړو او وروستیو پوځي عملیاتو لپاره پنځلس زره عسکر ځای پر ځای کړې دي.

د پوځ په وینا په تیرو لسو ورځو کې یي ٢٢٠ تنه جگړه ماران وژلي او ٢٦ تنه يي ژوندي نیولي دي.

په سوات کې د یاغي ملا مولانا فضل الله د جگړه مارانو له منځه وړلو لپاره د پاکستان پوځ د هلیکوپترو او توپونو څخه اخلي.

XS
SM
MD
LG