د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ گیټس، افغانستان ته تللی دی. دا د خپلی وظیفی په موده کی افغانستان ته د ده دریم سفر دی.
ښاغلی گیټس به د جمهور ریس کرزی سره د سه شنبی په ورځ ووینی. هغه به افغانستان کی د امریکا په مشری د قواو او د ناټو په مشرئ د ایساف د قواو د مشر سره هم ملاقات وکړى.
د ښاغلی گیټس دا سفر په داسی وخت کی کیږی چی په نیمروز ولایت کی یوه ځان مرگی چادونه کی څلور تنه وژل شویدی.
بل پلو په افغانستان کې د امریکا په مشري ائتلافي قواوې وايي دوی هغه قوماندان وژلی دی چې د ېو ایتالوي خبرېال په برمته کولو کې ېې لاس درلود.
د ائتلاف په یو خبر لېک کې ویل شوي دي چې ددوی قواوو په یوه موټر باندې د توغندى ډزې وکړې او پنځه کسان یې پکى ووژل.
رپوټ واېې چې دا ډز پرهغوى باندى له هوانه وشوې. په دې موټر کې هغه ټول کسان چې یو یې هم یو قوماندان ؤ وژل شوي دي.
د قوماندان نوم تر اوسه پورې په ډاگه شوی نه دی. داسې ویل کیږي چې دغه قوماندان په بین المللي قواوو او اډو باندې د حملو مسئول گڼل شوې دی.
رپوټ واېې چې دغه قوماندان ېو ایتالوۍ ژورنالست، د هغه ډرایور او ترجمان یې په تیر مارچ کې یرغمل کړى وو.
ژورنالست د بندیانو په تبادله کې خوشې شو خوله ډریور او تر جمان دواړو نه سرونه پری کړل شوى ول.