د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا استخبارات، د اېران په برخه کې د نړېوالى اټومي اېنرژۍ د موسسى نظر تائېدوي


د اتمي انرژۍ نړېواله اداره وايي چې د امریکا د استخباراتو یو نوی رپوټ څرگندوي چې ایران د اتمي وسلو جوړولو پروگرام څلور کاله مخکې درولی دی او دا هغه خبره ده چې د ملگرو ملتو دغې ادارې تل کړیده.

د اتمي انرژۍ دنړېوالې ادارې یو مامور نن په ویانا کې وویل چې دغه رپوټ ددې ادارې دا څرگندونه تاییدوي چې څارونکېو د اتمي وسلو په برخه کې کوم شواهد نه دي تر لاسه کړي او د خطر کومه نښه نه لیدله کیږي او دا کولی شي د مذاکراتو لپاره کافي وخت په لاس راکړي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر منوچهر متکي نن وویل چې ایران د امریکا ددغه رپوټ هرکلی کوي او زیاتوي چې دا په خپله د ایران د کړو، په هکله یو غیر واقعي نظر له منځه وړي.

نورو مامورینو وویل چې دا رپوټ دایران دا ټینگار چې اتمي پروگرام یې یواځې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی، تائیدوي.

د دوشنبې په ورځ، د امریکا د ملي امنیت سلا کار سټیفن هادلي وویل چې د امریکا د استخباراتو د اټکلونو سره سم ایران د اتمي وسلو جوړولو پروگرام د ٢٠٠٣ کال په نیمايي کې ودراؤ.

خو ایران د یورانیمو غني کولو ته اوس هم دوام ورکوي چې کیدای شي د دغو یورانیمو نه د اتمي وسلو په جوړولو کې کارواخیستل شي.

XS
SM
MD
LG