د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځان وژونکې چاودنه کې دېارلس کسان ووژل شول


افغان چارواکى وايي ېوه ځان وژونکي د افغانستان د اردو ېو سروېس موټر باندې په کابل کې ځان وژونکې حمله کړېده اودېارلس کسان ېې له ځان سره وژلى دى.

په همدغه برېد کې ېې تر لسونه زېات زخمى کړي هم دي. رپوټ وايي چې په تېرو څو ورځو کې دا دوېمه ځان وژونکې حمله ده چې په کابل کې پېښېږى.

دغه چاودنه نن د کابل په جنوبى برخه کې سهار مهال په داسى وخت کې وشوه چې دامرېکا د دفاع وزېر رابرټ گېټس په کابل کې خپل دوه ورځنى سفر پاېته رساوه.

هغه دغه سفر ددى لپاره کړى و چې په افغانستان کې د طالبانو خلاف دنظامى کو ششونو ارزېابى وکړى. چارواکى وايي په مړېو کې شپږ تنه عسکر او اوه تنه ملکېان دى چې په هغو کې څلور ماشومان هم شامل دى.

په افغانستان کې د سرتېرو حملى په سروېس موټرونو چې د حکومت ماموران اونظامېان انتقالوى سږکال ډېرې عامې او زېاتې شوېدى. رپوټ وايي چې طالبانو ددې اوسنى او پرونې چاودنې مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

پرون د سه شنبى په ورځ هم د ناټو دېوه نظامى کاروان څنگ ته دکابل هوايي مېدان ته نېژدى چاودنه شوې وه. د ناټو کوم عسکر د سه شنبى دورځې په چاودنه کې مړ شوى نه و خو ٢٢ ملکى افغانان پکې زخمى شوي ول.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس دافغانستان له جمهور رئېس حامد کرزي اود هغه د پوځ له مشر لوى درستېز جنرال بسم الله خان سره د سه شنبى په ورځ ملاقات وکړ.

د افغانستان دواړو مشرانو ښاغلى گېټس ته ووېل چې دافغانستان پوځ ددى لپاره چې له طالبانو سره مقابله وکړى شى نورې روزنى او تجهېزاتو ته ضرورت لرى.

ددې غوښتنى په ځواب کې ښاغلى گېټس ووېل دامرېکا حکومت ترخپلې وسې پورې کوشش کوى چې له افغانستان سره مرسته وکړى او دا پلان لرى چې نوره مالى مرسته هم ورسره وکړى.

ښاغلى گېټس داهم ووېل چې دى دامرېکا په نور انډېوالانو باندى په اروپا اونورو ځاېونو کې فشار ته دوام ورکوى چې هغوى هم له افغانستان سره دمرستو وعدې پوره کاندى چې په افغانستان کې امن راسى او د بېارغونى کارونه پر مخ ولاړسى.

دامرېکا ددفاع وزېر، په افغانستان کې د زېاتېدونکې مرگ ژوبلې په برخه کې خپله اندېښنه څرگنده کړه.

هغه ووېل چې ددغې کړنې اوبهېر ېو دلېل داهم دى چې دنا ټو او امرېکا قواوې اوس په طالبانو پسى په ډېر قوت او شدت سره گرځى.

دامرېکا پوځ وايي دامرېکا په مشرى قواو د سه شنبى په ورځ په ېوه داسى ځاى باندى چې گومان کېده د طالبانو د سېب ځاى به وى د هېلمند د گرم سېر په سېمه کې چپا ور وړ. په دغه چپاو کې څو تنه افراطېان ووژل شول.

رپوټ وايي چې دامرېکا په مشرۍ عسکرى قطعى په هغه افراطي پسى گرځېدلى چې په سېمه کې د وسلو په قاچاق کې لتاړ گڼل کېږى. له کوم وخت راهېسى چې رابرټ گېټس دامرېکا ددفاع وزېر شوېدى، افغانستان ته دا دهغه درېم سفر دى.

------------------------------

XS
SM
MD
LG