د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالف گوندونه حکومت نه د خپلو غوښتنو لست جوړوي


د پاکستان د دوو غټو مخالفوگوندونو مشرانو ویلی چی د دی دپاره چی په انتخاباتو کی بایکاټ ونکړی، د حکومت نه یی د خپلو غوښتنو د لست برابرولو په منظور د د مذاکراتو مشخصه نیټه ټاکلی ده . د پخوانیو صدراعظمانو بینظیر بوتو او نواز شریف د گوندونو استاځو نن وویل چی د غوښتنو د لست د پنځلسو مادو په دوو کی اختلاف موجود دی. که څه هم دغه د اختلاف وړ مادی په مشخصه توگه واضح نشوی، خو وویل چی د دواړو گوندونو مشران به د یوی موافقی د ترلاسه کولو لپاره سره وگوری. میرمن بوتو چی همدا اوس ډوبی ته د خپلی کورنی د لیدلو لپاره تللی د امریکا غږ ته د پنجشنبی په ورځ وویل چی اتیا فیصده امکان لری چی د جنوری د اتمی نیټی په انتخاباتو کی برخه واخلی. دی وویل چی ډیر مخالف گوندونه په دی نظر دی چی د رایو په شمیرنه کی به د پرویز مشرف د حاکم گوند لخوا دوکه کییږی خو خبرداری یی ورکړ که چیری انتخابات عادلانه او آزاد نه وی نو مخالفین به د دی په قول د حکومت پرخلاف مبارزه پیل کړی.

XS
SM
MD
LG