د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو او افغان قواوو د موسی کلا ولسوالی محاصره کړیده


د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی د ناتو او افغان قواوو د طالبانو نه د موسی کلا د جنوبی ولسوالی د بیرته نیولو په عملیاتو کی دولس تنه مشکوک یاغیان او دوه ماشومان وژل شوی دی.

د دفاع وزارت نطاق جنرال محمد ظاهر عظیمی نن وویل ،ځمکنیو قواوو د جمعی په ورځ د هلمند په ولایت کی دغه ولسوالی محاصره کړه، ده وویل چی څه نه څه دری سوه ملکی خلک د حملی نه مخکی د سیمی نه وتلی دی. په یوه بل خبر کی په افغانستان کی د امریکا په مشری پوځ ویلی چی د جمعی په ورځ یی په موسی کلا کی ډیر شمیر طالبان په شمول د یوه پخوانی قوماندان وژلی دی ، گمان کیږی چی دغه قوماندان د امریکا او ناتو قواوو پرخلاف په زیاتو حملو کی لاس درلود .

همداشان په یوه بله پیښه کی ناتو ویلی چی نن د افغانستان په جنوب کی په یوه چاودنه کی یی یو عسکر وژل شوی ،په دی هکله تفصیل ندی ورکړل شوی. موسی کلا له هغه وروسته چی د فبروری په میاشت کی د برتانیی عسکر تری ووتل او د هغی د امنیت مسؤلیت یی محلی مشرانو ته وروسپاره د طالبانو تر حاکمیت لاندی وه.طالبانو ویلی چی د موسی کلا د دفاع لپاره د دوو زرو نه زیات شمیر جنگیالی لری.دغه سیمه د کوکنارو د کښت مرکزی موقعیت لری.

XS
SM
MD
LG