ایرانی مطبوعات خبر ورکوی چی د ملگرو ملتونو د اټومی چارو ماهران د ایران د اټومی پروگرام په هکله د خبرو لپاره ایران ته راغلی دی.
دایران سرکاري مطبوعات خبر ورکوی چی د نړیوالی اټومی انرژی د اداری هیئت نن تهران ته راورسید او د دوشنبی په ورځ به د ایرانی چارواکو سره خبری پیل کړی.
د نړیوالی اټومی انرژی د اداری ماهران به د یورانیمو د نښونښانو چی د ملگروملتونو د مفتشینو له خوا د تهران په میخانیکی پوهنتون کی لیدل شوی وی ،پوښتی مطرح کړی.
ایران او د ملگرو ملتونو د اټومی چارو اداری د اگست په میاشت کی موافقه کړی وه چی د خپلو اټومی فعالیتونو په اړه به مهمو پوښتنو ته ځواب وایی.
د غه سفر څو ورځی له هغه وروسته کیږی چی د امریکا استخباراتی اداری رپوټ خپور کړ چی ایران په دوه زره دریم کال کی د اټومی وسلو د جوړولو فعالیتونه بند کړی و.
ایران هیڅکله دا نده منلی چی د اټومی وسلو د جوړولو پروگرام یی درلود او ویلی یی دی چی د دوی اټومی پروگرام د برښنا د تولید دپاره دی او بس.