د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو په مشرۍ داېتلاف قواوې د موسى کلا ښارته ورننوتلې دي


په افغانستان کې، دناټو په مشرۍ داېتلاف قواوې وايي چې دوى د هېلمند په ولاېت کې، موسى کلا ښارته ورننوتلي دي. ددغو عملېاتو مقصد دادى چې موسى کلا بېرته له ېاغي طالبانونه ونېسي.

د ناټو په مشرۍ داېتلاف، نن ددوشنبى په ورځ ووېل دوى موسى کلاته چې ېوازېنى ځاى دى چې تراوسه د طالبانو په قبضه کې و ور ننوتلي دي.

دوخته دناټوچارواکېو ووېل ددوى قواو څو سر تېري په هغه هوايي بمبارۍ کې چې هدف په موسى کلا کې د طالبانو لپاره د وسلو د راوړونکېو له منځه وړل و.

رپوټ وايي چې په دغو عملېاتو کې دناټو تر شپږو زرو نه زېات عسکر برخه لرى. دناټو ېو نطاق جگړن چارلز انتوني د ېکشنبى په ورځ وو ددې توقع شته چې دغه عملېات څو ورځى دوام وکړى.

هغه ووېل دعملېاتو هدف په موسى کلا کې د ملکى حکومت بېرته فعالول دى. سرتېرو طالبانو موسى کلا دتېرکال د فبرورى په مېاشت کې وروسته له هغه نه ونېوله چې د برتانېې قواوې له دغې سېمى نه ووتلې او دامنېت مسوولېت ېې قبېلوى مشرانو ته وروسپاره.

XS
SM
MD
LG