په بغداد کې د حکومت ېو زندان په هاوان توپ وېشتل شوېدى اوه تنه زندانېان ېې وژلى دى.
دعراق چارواکى وايي چې د هاوان توپ په ډزو باندى په بغداد کې د حکومت ېو زندان وېشتل شوېدى او اوه تنه زندانېان ېې وژلى دى.
په همدغه پېښه کې لږ تر لږه ٢٣ تنه د دوشنبې په ورځ زخمى شوېدى.
په ېوه بل انکشاف کې د امرېکا پوځ وايي په بغداد کې د تېلو د تصفېه کولو په ېوه فابرېکه داور لگېدلو سبب ېو صنعتى تصادف و.
په اوله کې د عراق چارواکېو رپوټ ورکړې و چې په دغه ځاى کې اور د هاوان په ډزو باندى لگېدلى دى.
دعراق دعاجلو حالاتو سره د مقابلې کارگرانو کو شش وکړ چې اور قابو کړي.
په عېن حال کې، دعراق د بهرنېو چارو وزېر هوشېار زېباري وايي چې د امرېکا او اېران ماهران به له ېوبل سره په عراق کې دامنېتى حالاتو په برخه کې د ډېسېمبر په اتلسمه نېټه جرگه وکړى.