د لاس رسي وړ اتصالات

'د اتومی انرژې د موسیسی هیت به د یورینیمو د هغو نمونو په باب پوښتنی کوی چی پخوا د ملگرو ملتو مفتشانو د تهران په پولی تخنیک کی موندلی وی'


ایرانی مطبوعات وایی چی د دوی حکومت د ملگرملتو د ملتو د هغو ماهرانو سره د خبرو نوی پړاو شروع کړیدی چی غواړى د ایران د پخوانیو اتومی فعالیتونو په باب معلومات ترلاسه کړی.

د فارس خبری اژانس په وینا دا خبری نن په تهران کی شروع شوی او د چارشنبی ترورځی به روانی وی.

دغه اژانس وایی چی د ملگرو ملتو د اتومی انرژې د موسیسی هیت به د یورینیمو د هغو نمونو په باب پوښتنی کوی چی پخوا د ملگرو ملتو مفتشانو د تهران په پولی تخنیک کی موندلی وی.

د اتومی انرژئ نړیوالی موسیسی او ایران په تیر اگست کی په یو داسی مهال وېش باندی موافقه کړی وه چی د هغی له قراره به د ایران د اتومی پروگرام په باب پیدا شوو پوښتنو ته ځوابونه ورکول کیږی.

دی نه وړاندی دواړو طرفونو د ایران لخوا د یورینمیو د غنی کولو دپاره د سینټر فیوژنو په استمال او نور مسلو باندی خبری کړی وی.

تیره هفته د امریکا د استخباراتو لخوا یو داسی راپور خپور شو چی پکی ویل ېې ایران د اتومی وسلو د جوړولو کار په ٢٠٠٣ کی بند کړی دی.

خو اسرایل وایی چی ایران اوس هم په پټه اتومی پروگرام پرمخ بیایی.

XS
SM
MD
LG