د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظېر بهټو د ازادو او منصفانه انتخاباتو لپاره امېد څرگند کړېدى


دپاکستان پخوانى لومړى وزېرې بېنظېر بهټو ووېل په انتخاباتو کې ددوه مهمو گوندونو گډون به ددى سبب سى چې دراتلونکى مېاشت انتخابات ازاد او منصفانه واوسى. هغې خبرېالانو ته د سه شنىب په ورځ ووېل چې حکومت به ېا منصفانه انتخابات کوى او ېابه ېې په خپل کنترول کې ساتى او ددى په نتېجه کى په انتخاباتو کې لاسوهونه څرگنده شى. بل پلو، د پاکستان پخوانى لومړى وزېر نواز شرېف په خپل هېواد کې ددى لپاره په سفرونو بوخت دى چې دخپل گوند مسلم لېگ نواز شرېف د ملاتړ لپاره خلک په ځان رامات کړى. ددوشنبى په ورځ دهغه د سفرونو اوله ورځ وه. ښاغلى شرېف د خپل گوند دهغې پرېکړې چې دراتلونکى کا ل د جنورى د مېاشتى په انتخاباتو کى به گډون کوى ملاتړ وکړ. هغه ددې خبرى پړه په بېنظېر بهټو ور واچوله چې دراتلونکى کال د انتخاباتو دمقاطعى مبارزى ته ېې تاوا ور ورساوه. د نواز شرېف د گوند نطاق احسن اقبال ووېل مخالف گوندونه په خپلوغوښتنو کې په ېوه شى باندى سره توافق ته ونه رسېدل چې دهغه پر بنا د مخالفو گوندونو له خوانه په پراخه ډول له انتخاباتوسره مقاطعه شوىواى.

XS
SM
MD
LG