د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د منځنى واټن وېشتونکى توغندى په کامېابى سره ازموئلى دى


د پاکستان پوځ وايي دوى په کامېابى سره د کروز ېو توغندي چې اوه سوه کېلومتره بُرد لري ، ازموېئلى دى. پوځ نن د سه شنبى په ورځ ووېل ددغه توغندي ازموېنه به د پاکستان له ملى امنېت له استحکام سره مرسته وکړى. پوځ وايي چې د بابر ( حتف- اوه) په نامه توغندى کولى شى چې اټومى کوپړۍ هم انتقال کړى. دغه توغندى داول ځل لپاره په ٢٠٠٥ مېلادى کې وازموئېل سو. خوهغه وخت ددغه توغندي دهدف وېشتلو فاصله ېوازې پنځه سوه کېلومتره وه. پاکستان او هند د ١٩۴٧ مېلادى کال راهېسى چې خپله ازادې ېې اخېستى ده تراوسه پورې ېې په منظم ډول توغندي ازموېلى دى. دغه دواړه هېوادونه خپل ځانونه په دې مکلف بولى چې د توغندېو دازموېنو نه مخکى ېوبل خبرکړى. دوى دغه لوظنامه څو کاله مخکى لاسلېک کړې وه.

XS
SM
MD
LG