د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ د سنګین په ولسوالی کی ېې د دوو ورځو په جګرو کی ۵۰ طالب یاغیان وژلی دی


د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی افغان پوځ چی د ناټو د هوایی قواوو ملاټر ورسره وه د سنګین په ولسوالی کی ېې د دوو ورځو په جګرو کی ۵۰ طالب یاغیان وژلی دی.

دغه ولسوالی د موسی قلعی د ولسوالی سویل ته پرته ده.

وروسته له دی چی په دغه اوونی کی د څو ورځو د جګړو په ترڅ کی افغان پوځ او د ناټو قواوو طالبان دی ته اړ ایستل چی د موسی قلعی د ولسوالی نه وتښتی طالبانو پلان درلود چی د سنګین د ولسوالی څخه متقابله حمله وکړی.

تورن چارلیس انتونی چی د ناټو په مشری د نړیوالو قواوو د ویاند مرستیال دی وایی که څه هم دغو سیمو کی لا تر اوسه امنیتی وضع ښه نه ده او د نورو جګړو احتمال هم شته خو د طالبانو دغه متقابله حمله ناکامه وه.

آنتونی وایی: "موږ باور لرو چی طالبان به په موسی قلعی کی په وړو، وړو ډلو د مقاومت بهېر جارى وساتى. خو په عمومی لحاظ وضع د کنټرول لاندی ده او تر اوسه موږ د لږ مقاومت سره مخ شوی یو.

دا واضح ده چی ډیر طالبان د موسی قلعی څخه نورو سیمو ته لکه د سنګین ولسوالی نه تښتیدلی دی."

موسی کلا او سنګین د هلمند ولایت ولسوالی دی. د هلمند ولایت د نړی د اپیومو نیمایی برخه تولیدوی.

طالبانو د فبروری د میاشتی راهیسی د موسی قلعی ولسوالی په لاس کی وه. دوی هغه وخت د موسی قلعی واک په لاس کی واخیست چی د انګلیستان قواوو د دغی والسوالی نه د یو ناندریزه ټرون په کولو سره شا ته شول.

موسی قلعه یوازنی لویه ولسوالی وه چی د طالبانو په لاس کی وه دغه ولسوالی د هیروینو د تولید مرکز هم و.

د دغی ولسوالی نیونه د نوی ا فغان پوځ او د ناټو د قواوو لپاره چی د فشار لاندی دی یوه سمبولیکه بریا ده.

خو یاغیان اوس هم د هلمند ولایت نوری سیمی په لاس کی لری او چریکی او ځان وژونکی حملی کوی.

د طالبان د پرزیدو نه راپدیخوا سږکال تر ټولو خونړی کال وه تیر کال ۶۰۰۰ کسان په جګرو کی وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG