د لاس رسي وړ اتصالات

افراطى مسلمانانو د پاکستان د پوځ شپږ عسکر وژلى دي


د پاکستان پوځ وايي چې اسلامى سر تېرو د پاکستان د پوځ هغه کاروان باندى ناڅاپې برېد کړېدى چې نن د چارشنبى په ورځ د وزېرستان له قبېلوى سېمى نه تېرېده.

په دغه ناڅاپې حمله کې دپوځ شپږ عسکر وژل شوېدى. د پاکستان دپوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد ووېل چې په دغه نښتنه کې پنځه لس افراطېان هم وژل شوېدى.

پردې سر بېره شل پاکستانى عسکر زخمى شوېدى. رپوټ وايي چې افراطى مسلمانانو د پاکستان پر پوځ باندى څوڅو ځلى ځانى مرگى برېدونه کړېدى.

ددى ترڅنگ هغوى د سړک دغاړې له بمونونه هم کار اخلى، او دهېواد په بې قانونه قبېلوى سېموکې برمته کونې هم کوى.

همدارنگه په شمالى وزېرستان کې نن وختى دسړک پر غاړه ېو بم چاودلى دى او لږتر لږه څلور پاکستانى عسکر ېې چې له کاروان سره ېې سفرکاوه ووژل.

XS
SM
MD
LG