د لاس رسي وړ اتصالات

بانکی مون: باید ٢٠٠٩ د اوبو او هوا د بدلون په اړه د نوی تړون دپاره وروستئ نېټه وټاکل شى


د ټولی نړئ نه راغونډ شوو د چاپیریال د ساتنی وزیران د د ملگرو ملتو د عمومی منشی سره په دی خبره غور او بحث کوی چی څنگه د ٢٠١٢ کال نه پس د نړئ د تودخی د زیاتیدو د مخنیوی چاره وکړی.

د اندونیزیا د بالی په ټاپو کی د چاپیریال په موضو ع د نړئ د ستری غونډی د پرانستنې پر وخت د ملگرو ملتو عمومی منشی بانکی مون د برخه والو نه غوښتی دی چی باید ٢٠٠٩ د اوبو او هوا د بدلون په اړه د نوی تړون دپاره وروستئ نېټه وټاکل شى.

هغه ویلی دی چی زمونږ د راتلونکو نسلونو د ژوند دارمدار زمونږ د نننئ ورځی په پریکړو باندی ولاړ دی.

هغه ویلی دی چی د زمکې تودوالئ ز مونږ دپاره یو ازمیښت دی او باید چی مقابله یی وکړو.

نن په دی غونډه کی د استریلیا لومړى وزېر کیون روډ د ملگرو ملتو مشر ته هغه اسناد ورکړل چی په هغی کی د استریلیا لخوا په کال ١٩٩٧ کی د هوا حالاتو د بدلون په برخه کې د کېوټو دتړون یاداښتونه ثبت دی.

د نړئ د ١٢٠ ملکونو او ادارو استازو ته د وینا په وخت د ملگرو ملتو عمومی منشی ویلی چی دی هم په دی خبر دی چی د نړئ ملکونو د تودخی د کمی یا مخنیوی د لارو چارو په سر جلا جلا نطرونه لری.

خو وی ویل چی که ریښتیا راباندی وایی نو واقعیت دا دی چی دا به ډیر زیاته خوشباوری ووسی چی د ننئ غونډی برخوال په دی وتوانیږی چی د فابریکو نه وتونکو گازو دلاسه د هوا د خرابیدو مخنیوی دپاره کومه لار راوباسی.

د بالی دا غونډه چی د جمعی په ورځ پایی ته رسیږی. اساسی هدف یی د تیر تړون چی د کیوټو په نوم یادیږی د هغی په ځایی د چاپیریال د پاک ساتلو په غرض یو بل نوی تړون معرفی کړی .

XS
SM
MD
LG