د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د گوانتانامو د زندان نه نور بندیان هم خپلو ملکونو ته لیږلي دي


د امریکا اردو وایی چی د گوانتانامو د زندان نه یې ١٥ بندیان خپلو ملکونو ته سپارلي دي.

د امریکا ددفاع وزارت پرون په یوه مطبوعاتي بیانیه کی اعلان وکړ چی ١٣ بندیان یې افغانستان او دوه نور یې سوډان ته ور تسلیم کړی دی.

ددغو بندیانو نومونه نه دي ذکر سوی او دا هم نه دي ویل سوی چی هغوی کله خپلو ملکونو ته سپارل سوي دي.

په دې سره نو اوس د گوانتانامو په زندان کی ټول ٢٩٠ مشکوک تروریستان بندیان دي.

د امریکا اردو دا هم ویلي دي چی د ٢٠٠٢ کال را هیسی یې تقریبا ۴٨٥ بندیان ددغه زندان نه خپلو مربوطو هیوادو ته ور سپارلي دي.

په بیانیه کی ویل سوي دي چی نور ٧٠ بندیان هم ددې مستحق دي چی یا خپلو ملکونو ته ور وسپارل سی، یا د بند نه آزاد کړای سی.

امریکا د نورو هیوادونو سره ددغو بندیانو په باب خبري کوی چی هغوی قبول کړی.

XS
SM
MD
LG