د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه حاضره ده د هغې مصلحتي وړاندیز  چې د ځمکې د تودیدلو مخه نیسي ملگرتیا وکړي


اروپايي ټولنه وايي چې حاضره ده د هغې مصلحتي وړاندیز چې د ځمکې د تودیدلو مخه نیسي ملگرتیا وکړي. په دې سره به د اقلیم د بدلون کانفرانس خبرې یوې موافقې ته نژدې شي. هغه خبرې چې په څو راتلونکو کلونو کې د مضروه گازونو د کمولو پرسر جنجالې شوې وې او باید پرون جمعه ختمې شوې وای نن شنبې ته اوږدې شوې. د پرتگال د چاپیریال چارواکي د کانفرانس گډون کونکو ته وویل چې اروپايي ټولنه حاضره ده چې وروسته د دوو هفتو خبرونه چې د اندونزیا په بالې کې روانې وي د مصلحت له مخې یوې موافقې ته ورسیږي. اروپايي ټولنه د امریکا سره د مضره گازونو د کمولو په برخه کې مخالفت لري. دغې ټولنې د بډایو ملکونه غوښتنه کړېده چې د خپل کاربن دای اکساید د تولید اندازه تر کال ٢٠٢٠ پوره په سلو کې د ٢٥ نه تر ۴٠ پورې کمه کړي. مگر امریکا ددغه پلان سره مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG