د لاس رسي وړ اتصالات

د مخالفو گوندونو مشران په اساسی قانون کی د مشرف له خوا د وضع شوېو تعدیلاتو له امله انتقاد کړېدى


د پاکستان د مخالفو گوندونو مشران په اساسی قانون کی د پرویز مشرف له خوا د وضع شوېو تعدیلاتو له امله انتقاد کړېدى. په قانون کی دغه تعدیلات مخکی له دی چی د شنبی په ورځ اضطراری حالات پای ته ورسوی وضع شول.

د ښاغلی مشرف لخوا دغه وضع شوی تعدیلات به د ده د جمهوری ریاست موقف تقویه کړی او د هغو قاضیانو برطرفی به قانونی کړی چی اضطراری قوانین نه منی او داسی شرایط یی وضع کړی چی د اضطراری حالاتو قوانین به په محکمه کی نه تکذ یب کیږی.

د پخوانی لومړى وزېر نوازشریف د گوند مامورینو نن وویل چی په اساسی فانون کی د جمهور ریس لخوا تعدیلات د هغه مجرم کړو ته ورته دی چی د جرم نه وروسته د خپلی بی گناهی ناری وهی.

جمهورریس پرویز مشرف د شنبی په ورځ اضطراری حالات پای ته ورسول او وې وویل کومی پریکړی یی چی د نوامبر په دریمی کړی دی هغه د پاکستان د بی ثباته کیدو د مخنوی لپاره وروستی ‏هلی ځلی وی چی ده کړی دی.

د پاکستان جمهور ریس همدا شان ژمنه وکړه چی د جنوری د اتمی نیټی پارلمانی انتخابات به عادلانه او منصفانه وی.

مخالفو گوندونو ویلی چی د ښاغلی مشرف له خوا تعدیلاتو همدااوس انتخابات د ده د طرفدارانو په گټه څرخولی دی.

XS
SM
MD
LG