د لاس رسي وړ اتصالات

بې نظیر بوټو روغې جوړې ته حاضره ده


د پاکستان مخالفه مشره بې نظیر بوټو وايي، دا حاضره ده چې د جمهور رئیس پرویز مشرف سره کار وکړي خو په دې شرط چې د راتلونکې میاشتې انتخابات ازاد او منصفانه وي.

جمهور رئیس پرویز مشرف اظطرار حالت چې په نوامبر کې نافذ کړی ؤ لری کړی دی. خو ددې حالت لرې کول نشي کولی چې بې نظیربوټو قانعه کړي چې خامخا په راتلونکو انتخاباتو کې ټگۍ برگۍ نه کیږي.

د پاکستان مخالفې مشرې چې د امریکا غږ خبریال سره د ټلفون له لارې مرکه کوله وویل ممکنه ده چې دا به حاضره وي چې د جمهور رئیس پرویز مشرف سره همکاري وکړي.

خو هغې زیاته کړه چې دا موضوع دې پورې اړه لري چې د جنورۍ د اتمې په انتخاباتو کې څه پېښیږي.

بوټو وايي: دا به ډیره مشکله وي چې په اوس وخت کې په دې باره کې څه وویل شي. دا به تر ډیر حده پورې پخپله انتخاباتو پورې اړه ولري او دا چې د خلکو اذهان د انتخاباتو نه وروسته څنگه وي.

ځکه که چیرې په انتخاباتو کې ټگي برگي وشي نو دا کار به پرویز مشرف د مخالفو گوندونو سره په مقابله کې ودروي.

میرمن بوټو وايي مشرف کولی شي خلک د ازادو او منصفانه انتخاباتو په کولو سره په تعجب کړي، خو دغه کار ناشونې ښکاري.

بوټو وايي اوس په پاکستان کې اوضاع د ازادو او مصفانه انتخاباتو لپاره مساعدې نه دي. خو یقیناً پرویز مشرف ځنې داسې گامونه پورته کړي چې خلک یې د ما په شمول حیران کړيدي.

په دې گامونو کې یو یې هم د پوځ د مشرې پرېښودل دي. نو که چیرې دی مونږ ټول یو ځل بیا په منصفانه انتخاباتو سره حیران کړي نو دا کار ته به هرکلی وویل شي. مگر نن چې کوم کارونه کیږي، نو دا به د ډیر تعجب خبره وي.

میرمن بوټو وویل په انتخاباتو کې ټگي برگي هم دا اوس پیل شوی دی. په دې کې د رایه ورکونکو په ثبت کې درغلي کیږي اودوی د محلي حاکمانو لخوا ویرول کیږي.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د باندنیو چارو پخوانۍ مرستیاله تریسزیتا شافر وايي چې پرویز مشرف په پاکستان کې د گوندونو په عنعنوي غونډو او فعالیتونو باندې د انتخاباتو د قانون لاندې ځنې بندیزونه وضع کړي دي.

شافر وايي: "اوږده مارشونه بند شوي، او غنډې یواځې هغه وخت کیدلای شي چې د حکومت اجازه ولري. او مشرف وايي چې زه د پراخو انتخاباتي مبارزو پلوی یم، خو چې په کې اله گوله نه وي. نو معلومداره خبره ده چې دی د ځان نه انتخاباتو ته معیارونه ټاکي. په دې سره به ډیر خلک غونډو ته را ونه وځي او دا هغه وسیله وه چې په دې سره به خلک انتخاباتو لپاره اماده کیدل او کاندیدان خپلې خبرې نورو ته رسولې."

میرمن بوټو دوه ځلي د پاکستان د صدراعظمې په حیث ټاکل شویده. هغې د پرویز مشرف سره د یوې معاملې په ترڅ کې او وروسته له هغې نه چې د هغې په ضد د اداري فساد ټول الزامات بیرته اخیستل کیږي، پاکستان ته د خپلې خوښې جلا وطنۍ نه هیواد ته ستنه شوېده.

مخالفو گوندونو پته یېلې وه چې په انتخاباتو کې به گډون نه کوي، خو د بې نظیرې گوند وايي نه غواړي میدان مشرف ته پریږدي.

بی نظیره به د خپل گوند د مشرې په حیث په انتخاباتو کې گډون کوي او هیله لري چې یو ځل بیا د ملک د صدراعظمې په حيث ډگر ته راووځي.

یو بل مخالف مشر او پخوانی صدراعظم نوازشریف چې پخپله په انتخاباتو کې د گډون نه منع شوی دی، خو گوند به یې په دې ټاکنو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG