د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شرېف په حکومت کې دعوه باېللې ده


د پاکستان پخواني لومړي وزېر هغه دعوه بایللې ده چی د پاکستان په راتلونکوپارلماني انتخاباتو کی د برخی اخیستلو د حق دپاره یې وړاندی کړې وه. د پاکستان انتخاباتی کمېسیون دغه راز پرون دهغه دورور شهباز شریف درخواست هم رد کړ. دواړه کسان د محکمې دهغه مخکني امر په مقابل کی مرافعه طلب سوي وه چی دوی یې د جنوری د اتمی نېټی په انتخاباتو کی د برخی اخیستلو له حق نه محروم کړی وه. د انتخاباتو مقاماتو وویل چی دوی جنایی سابقه لری او ځکه نو په انتخاباتو کی ځانونه نه شی کاندیدولای. د نواز شریف ورور شهباز شریف د قتل له تورونو سره مخامخ دی. د ښاغلي شریف د گوند مقاماتو وویل دغه فیصله د مشرف د حکومت د هغه پلان یوه برخه ده چی غواړی د ټگی د لاری انتخابات په خپله گټه تمام کړی. پخوانی صدراعظم نواز شریف د خپل گوند مسلم لېگ نواز پارټی له خوا کاندید دی. ده د ستری محکمې دهغو قاضیانو دبیرته مقررېدلو غوښتنه کړې ده چی د اضطراري حالت په وخت کی برطرفه شوي وه.

XS
SM
MD
LG