د لاس رسي وړ اتصالات

کانډولېرا راېس دعراق مشران ملى پخلاېنى ته هڅوى


دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره کانډو لېزا راېس دعراق په پاېتخت بغداد کې ده. راېس هلته دعراق په مشرانو باندى فشار اچوى چې دملى پخلاېنى کارونه گړندى کړى. راېس خپل سفر چې اعلان شوى نه و نن د سه شنبى په ورځ وختى په کرکوک کې پېل کړ. هغې هلته سېمه ئېز سېاسى مشران دېته وهڅول چې دتېلو د غنى سېمى درو قومى ډلو ېعنى سنى عربانو ، شېعه گانو، ترکمنانو او کردانو ترمنځ خړ پړتېا کمه کړى. . سنى عربانو له تېرېوکال راهېسى دکرک د اېالتى شورى سره مقاطعه کړى وه خو اوس ېې هغه ددې مېاشتى په سر کې پاېته و رسوله. د مقاطعى پاى هغوى ته د حکومت ځنى چوکى تضمېن کړلى. دعراق ترکمن سېاستمداران لاتراوسه هم مقاطعى ته دوام ورکوى. رپوټ وايي د هغې سفر عراق ته له دې سره مصادف دى چې په مرگ ژوبله کې کموالى راغلى دى او دامرېکا چارواکى عراقى مشران دېته هڅوى چې له دغه فرصت نه گټه واخلى او دسېاسى پخلاېنى اوروغې جوړى لپاره کار وکړى. دکردستان سېمه ئېز حکومت په هغه پېشنهاد غور کوى چې دکرکو ک د اېنده په باب ولسپوښتنه وځنډوى. وکېلانو ددوشنبى په ورځ ووېل چې دا به ډېره گرانه وى چې د ډېسمېبر په ٣١ مه نېټه چې دعراق په اساسى قانون کې ورته ټاکل شوېده راېې ورکړى. کردان غواړى چې کرکوک ښار ددى په خود مختاره سېمه کې شامل کړى شى خو غېر کردى اوسېدونکى دا وېره لرى چې که کرکوک د کردانو په خودمختاره سېمه کې شامل شى نودوى به په زور باندى له دغې سېمىنه واېستل شى.

XS
SM
MD
LG