د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک وايي ددوى دوه عسکر  دبرتانېې دعسکرود اشتباه په سبب ووژل شول


د ډنمارک دنظامى مفتشانو د تحقېقاتو نه دا معلومېږى چې دهغوى دوه عسکر په تصادفى ډول د برتانېې عسکرو سږکال په افغانستان کې سهواً وژلى دى. د ډنمارک عسکر د سپتمبر دمېاشتى په اخرو شپوورځو کې په هېلمند کې ووژل شول. په تحقېقاتوکې دامعلومه سوه چې دبرتانېې عسکرو په سهوه کې په هغو مواضعو باندى ډزې وکړې چې د ډنمار ک عسکرو نېولى وو. د برتانېې عسکرو پر هغوى باندى د ېاغى طالبانو گومان کړى و. د ډنمار ک پوځ وايي دوى په دقېق ډول دانسى وېلى چې هغه وخت څه پېښ شول ځکه چې د برتانېې تحقېقات لا په دې برخه کې بشپړ شوي ندى. ډنمار ک په هېلمند کې تر پنځو سوو نه زېات عسکر لرى او په افغانستان کې دناټو د عسکرو دېو برخې په ډول کا ر کوى. هغوى د برتانېې دمنصدارانو ترقوماندى لاندى دي.

XS
SM
MD
LG