د لاس رسي وړ اتصالات

داسراېېلو په هوايي برېد کې ١٣ فلسطېنېان ووژل شول


دېارلس فلسطېنى سر تېري داسرائېلو په هغو هوايي بمبارېو کې ووژل شول چې د غزې په تړانگه ېې کوي. دامرېکا غږ خبرېال رابرټ برگر د بېت المقدس له دفتر نه رپوټ راکوى چې د فلسطېن سرتېرو لوړه کړېده چې ددغوبمبارېو غچ به اخلى. داسرائېلو جنگى الوتکېو د اسلامى جهاد پر سر تېرو باندى ډېر ه دقېقه بمبارى کړېده. هغه دوه موټرونه چې سر تېري پکى سواره ول هغه ېې په توغندېو باندى وېشتلى دى. وروسته ېې بېا درې تنه نور سرتېرى هغه وخت ووژل چې په ېوه جومات کې د سهار له لمانځه نه راستنېدل. په وژل شوېو کې د اسلامى جهاد ېو لوړپوړه قوماندان ماجد حرازن چې د راکټ د کنډک قوماندان و هم وژل شوېدى. هغه به هره ورځ پراسراېېلو کلېو باندى د راکټ ډزې کولې. ېو بل سړى چې دراکټ په جوړولو کې پوخ استاذ و هغه هم په دغه هوايي برېد کې وژل شوېدى. اسلامى جهاد د بدل اخېستلو ژمنه کړېده. هغوى لوړه کړېده چې بېا به داسراېېلو په ښارونوکې په ځان مرگى برېدونو پېل وکړى. د حماس ډله چې په غزه کې حکومت کوى داسلامى جهاد ددى فېصلى ملاتړ کوى. (١) د حماس ېو معتبر مشر رضوان د فلسطېنېانو راډېو ته داسى ووېل : ټول فلسطېنې گوندونه باېد ددغې حملى بدل واخلى. هغه ووېل چې اسراېېل باېد د خپلو اعمالو نتاېجو ته ځان ټېنگ کړى. بل پلو د اسراېېلو نطاق مارک رېگېف ووېل هرڅوک چې په اسراېېلو باندى حملى کوى هغه خوندى نشى پاتې کېدلى. هغه داسى ووېل : (... که هغوى پر اسراېېلى ملکېانو باندى دتوغندېو حملو ته دوام ورکړى نو هغوى به ېې نتاېج هم ووېنى. ) شپږ مېاشتى مخکى چې حماس په غزه کې واک اواختېار تر لاسه کړ نواسراېېل له هماغه وخت راهېسى دراکټ له زېاتېدونکېو حملو سره مخامخ شوېدي. حماس د فتح د گوند قواوې چې مشري ېې د غرب پلوى جمهوررئېس محمود عباس کوى له غزې نه واېستلى . ښاغلى عباس اوس په لوېدېزه غاړه دېوه معتدل گوند او حکومت مشرى کوى. هغه داناپولېس د سولى په کنفرانس کې چې امرېکاېې کوربه و له اسراېېلو سره په دې موافقه کړېده چې د سولى خبرى به چې په ټپه ولاړې وې بېا له سره پېل کوى.

XS
SM
MD
LG