د لاس رسي وړ اتصالات

په شیر پاو یو بل ځان مرگي برید:


پاکستاني چارواکي وایی چی په صوبه سرحد کی په یوه مسجد کی چی خلک د لوی اختر لمانځه ته ورغلي وو ، یوه ځان مرگه بم وچاوه ، لږ تر لږه پنځوس تنه یې ووژل . مامورین وایی چی په دې چاودنه کی چی نن د جمعې په ورځ په چار صده کی د پاکستان دکورنیو چارو د پخواني وزیر آفتاب شیر پاو د هستوگنځي په مسجد کی وشوه ، په لس هاوو نور خلک زخمي شوي هم دي . د سیمي پولیس وایی چی بم چونکی د لمانځه په وخت د شیر پاو شاته ولاړو چی ځان یې په بم والوځاوه خو خپله شیر پاو ته څه تاوان نه دی رسیدلی . د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف دا حمله وغندله او امنیتي او استخباراتي اداروته یې امر وکړ چی هغه کسان پیدا کړی چی ددې حملې پلان یې جوړ کړی و . دا په شیر پاو باندی چی د جمهوررئیس مشرف متحد ملگری او بله میاشت یې په پارلماني انتخاباتو کی ځان کاندید کړی دوهمه مرگانۍ حمله ده چی کیږی . اوله حمله د تیر اپریل په میاشت کی یوه ځان مرگه په هغه باندی هغه وخت وکړه چی د هغه گوند په چار صده کی غونډه درلوده . د هغه وخت را هیسی چی د پاکستان امنیتي قواو د جولای په میاشت کی د طالبانو وسله وال یاغیان په اسلام آباد کی د لال جومات نه وایستل په صوبه سرحد کی تشدد او جنگ جگړو زور واخیست . پاکستاني عسکرو په تیرو هفتو کی د سوات ددرې نه چی په صوبه سرحد کی یوه ښکلې سیمه ده یاغیان پسې واخیستل . اردو وایی چی په دې عملیاتو کی یې تقریبا ٣٠٠ کسان وژلي دي .

XS
SM
MD
LG