د لاس رسي وړ اتصالات

بېنظیر بهټو  ووژل شوه


د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمی او د حکومت دمخالفی مشری بېنظیربوټو سلاکاران وایی هغه قتل شوې ده . عینی شاهدان او د پاکستان خبری اژانسونه وایی مېرمن بوټو پایتخت اسلام اباد ته نیژ دې د انتخاباتی مبارزې په یوه غونډی کی د ځان مرگي حملې په وخت کی ټپی شوې او مړه شوې ده . مېرمن بوټو اسلام اباد ته نیژدې په راولپنډی کی په یوه پارک کی تازه یوې غونډ یته وینا کړې وه، چی یوه چاودنه وسوه. ددغی چاودنی څخه وروسته د ډزو رپوټ هم ورکړه سو او ځینی مطبوعاتی رپوټونه وایی مېرمن بوټو په غاړه کی ویشتل شوې او وژل شوې ده . په دغه حمله کی لږترلږه پنځه لس تنه نور وژل شوی دی. مېرمن بوټو داکټوبر په میاشت کی په تبعید کی له اتو کالو تېرولو څخه وروسته هیواد ته ستنه سوه. په کراچی کی د هغې د موټرونو پر کاروان باندی په دوو ځان مرگو چاودنو کی تقریبا ١۴٠ تنه ووژل شول او دا روغه زمټه خلاصه شوه. مېرمن بوټو څو میاشتی د پاکستان دجمهوریس پروېز مشرف سره د قدرت د احتمالی وېش په باب، چی متحده ایالاتو یې په ټینگه ملاتړ کاوه، خبری کړي وې. مگر دا خبری بندي شوې او مېرمن بوټو د جنوری د اتمی په انتخاباتو کی په پارلمان کی د چوکی د گټلو دپاره مبارزه پیل کړه. مېرمن بوټو دغه راز د یوه بل پخواني صدراعظم نواز شریف نه ، چی د هغه گوند هم په راتلونکو انتخاباتو کی برخه لری، د ملگرتوب غوښتنه وکړه. د مېرمنی بوټو د وژل کېدلو نه څو ساعته مخکی وسله والو کسانو راولپیډنی ته نیژدې د ښاغلي شریف د طرفدارانو پر یوه غونډه کی په ډزو کی څلور تنه ووژل. د شریف طرفداران ددغو ډزو پړه د قیوم مسلم لېگ گوند، چی د جمهوریس پروېز مشرف ملاتړ کوی ، اچوی، د ښاغلي مشرف د پاکستان مسلم لېگ گوند دغه تورونه رد کړي دی.

XS
SM
MD
LG