د لاس رسي وړ اتصالات

هغه بندي چې د تروریزم په تور ساتل شوی ؤ خوشی شو


هغه یواځنۍ بندي چې د تروریزم په تور ساتل شوی ؤ د استرالیا د یوې محکمې لخوا خوشی شوی دی. ډاویډ هکس د مطبوعاتو سره د خبرو نه په ډډه کولو سره د ادلیا د امنیتي زندان نه ووت. خو دده مدافع وکیل دده له لورې هغه لنډه بیانیه واورله چې په هغه کې ده د ملگرو او پلویانو نه چې یې د ده سره دده په خوشې کولو کې مرسته کړې وه، مننه وکړه.

هکس په افغانستان کې په ٢٠٠١ کال د طالبانو په خوا کې د جگړې په حالت کې نیول شوی ؤ او پنځه کاله یې په کیوبا کې د گوانتانامو په زندان کې تیرکړ. دی یواځنۍ کس ؤ چې په هغه خاصه نظامي محکمه کې محاکمه شو چې د امریکا د حکومت لخوا جوړه شوې وه. هکس د می په میاشت کې د یوې معاملې په اساس چې د امریکا د جزا د نظامي مامورینو سره یې وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د بند پاتې موده پخپله پلارنۍ خاوره استرالیا کې تیروي دې هیواد ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG