د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان اوهند له ېوبل سره اټومى معلومات تبادله کړل


پاکستان او هند په نوي کال کی د ملکی اټومی تاسیساتو په باب اطلاعات تبادله کړی دي.

د پاکستان خارجه وزارت نن وویل دواړو هیواودنو د ١٩٩٨ کال د هغی موافقې په اساس په کلنی تبادله کی برخه واخیستله چی دوی د یوه بل پر اټومی تاسیساتو باندی له حملې کولو څخه منع کوی.

د اټومی تاسیساتو په باب لیستونه په نوي ډهلی او اسالام اباد کی د دواړو هیوادونو خارجه وزارتونو ته تسلیم سول. هند او پاکستان دواړو په کال ١٩٩٨ کی د اټومی وسلو ازمېینی وکړې.

XS
SM
MD
LG