د لاس رسي وړ اتصالات

دنوي کال د اولې ورځې په مناسبت د جورج بش پېغام


موږ دنوي کال په پېل کولو سره په تېرو وختونو باندى غور کوو او ېوه نوي امېدو بښونکي کال ته سترگې په لاره ېو. زموږ لپاره د غوره فرصتونو اېنده له قوي اقتصاد سره پېل کېږى.

تېر کال دامرېکا دکارگرانو او کارو بارى خلکو د کاراو زېار په برکت زموږ اقتصاد په ډېر ښه ډول پر مخ ولاړ. تېرکال مو دمالېې کمښت په خپل حال وساته او په مالى لگښتونو کې مو له احتېاط نه کار واخېست.

دغو اقداماتو دا مرسته وکړه چې نوي کارونه زېات سى او دبودجى خساره له ټاکلى وخت نه مخکى کمه سى. زموږ داقتصاد بسټونه ډېر قوي دي او دنړۍ له نورو اقتصادى نظامونو سره په ښه ډول سېالى کولى سى.

زموږ اقتصا په کافى اندازه قوى دى چې له ناوړه حآلاتو او ور پېښو ستونزو سره مقابله وکړى او پخپل قابلېت او قوت پرمخ ولاړ سى.

په راتلونکې کال کې به موږ په اقتصاد کې د پرمختگ ملاتړ وکړو چې امرېکا ېان ډېرې پېسى ولرى او په کار اوبار ېې ولگوى، د خپلو کورنېو لپاره پېسى ولگوى او داېنده لپاره هم پېسى وسپموي.

هغه هلى ځلى چې موږ په خپل هېواد کې دننه کوو پرهغې سر بېره مو په نړى کې د سولى او ازادۍ لپاره هم کار کړېدى. امرېکا پخه اراده کړېده چې ترهگرانو او افراطېانو ته ماتى ورکړى او دازادۍ ددښمنانو په مقابل کې به دفاع ته ادامه ورکړى.

موږ به په ٢٠٠٨ کال کې هم دخپلو نړېوالو انډېوالانو ترڅنگ ودرېږو او دخپلوماشومانو او لمسېانو لپاره به د سولې بنسټونه کېږدو.

امرېکا د خپلو عسکرو او دهغوى دکورنېو د قربانېو مشکوره او ممنونه ده. دکال په دغو له امېده ډکو وختونو کې موږ د خپلو تکړه نارېنه و او ښځو ېادونه کوو چې دخپل هېواد ساتنه کوى او د ازادۍ د فاع کوى.

موږ په داسى حآل کې چې دنوي کال هرکلى کوو، ددې ترڅنگ د امرېکا ېانو په قوت اوژوندۍ روحېې باندې او په خپل مقصد باندى په باور لرلو سره پرمختگ ته ادامه ورکوو.

موږ په هغه خداى باندى عقېده لرو چې موږ ېې ازاد خلق کړي ېو اوله خپلو مخلوقاتو سره مېنه لرى. ښاغلى بش په پاى کې له خپلې مېرمنى لورابش سره امرېکاېانو ته دنوي کال مبارکي ووېله.

او وې وېل چې خداى د ې تاسى ته خېر او برکت در په برخه کړى. هغه ووېل خداى د زموږ عسکرو ته او دهغوى کورنېو ته خېر او برکت په نصېب کړى.

هغه په پاې کې ووېل خداى د ې خېر اوبرکت دامرېکا په برخه کړى.

XS
SM
MD
LG