د لاس رسي وړ اتصالات

په سوډان کې دامرېکا ېو دېپلومات وژل شوېدى


د سوډان مقاماتو د سه شنبې په ورځ په پایتخڅت خرطوم کی د متحده ایالاتو د د یوه ډیپلوماټ وژل کېدلو له امله خواشینی ښکاره کړې ده.

د بین المللی انکشاف دپاره د متحده ایالاتو اداره وایی دری دېرش کلن جان گران ویل د ویشتل کېدلو څخه څو ساعته وروسته په روغتون کی مړ سو.

د هغه موټروان ځای پر ځای وژل سوی و.

د سوډان خارجه وایی چی تر څو پوری یې قاتل نیولی نه وي تحقیقات اوپلټنی به دوام لری.

د سوډان خارجه وزارت وایی دغو ډزی هیڅ ډول سیاسی علت نه درلود. د سوډان مطبوعات د یوه حکومتی مامور له قوله وایی چی داسی نښی نه دي لیده سوي چی دا دي یوه ټروریسټی حمله وی.

د متحده ایالاتو یو ډیپلوماټ او د هغه موټروان پرون د سوډان په پایتخت خرطوم کی د سپېده داغ څخه مخکی په یوه حمله کی وژل سوي دي.

د سوډان حکومت وایی دغو وسله والو سړیو پرون دخرطوم په لارو کوڅو کی په محلی وخت د سهار پر څلور بجې د امریکایی مامور پر موټر باندی ډزی وکړې.

حکومت وایی دغه ډیپلوماټ، چی د امرېکا د بین المللی انکشاف د ادارې دپاره یې کار کاوه، په لاس، اوږه او نس کی پنځه ډزه لگېدلی و.

د متحده ایالات سفارت ووېل دغه دېپلومات څو ساعته وروسته دخپلو زخمونو دلاسه مړ سو.

XS
SM
MD
LG