د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان انتخابات د فبرورى تر اتلسمى پورې وځنډېدل


په پاکستان کی د انتخاباتو مقامات وایی پارلمانی انتخابات به، چی ټاکل سوې وه په بله هفته کی سوي وای د حکومت د مخالفی مشری بېنظبربوټو د قتلېدلو له امله د ناکراریو په وجه، د فبروری تر اته لسمی پوری وځنډول سی. د انتخاباتو د کمېسیون ریس قاضی محمد فاروق دغه اعلان نن په یوه خبر یکنفرانس کی وکړ.

ده د هیواد سیاسی گونودنو ته خواست وکړ چی دغه فیصله ومنی.

د مېرمنی بوټو او د پخواني صدراعظم نواز شریف دواړو گوندونو ویلي دی چی دغه رایه گیری باید د تقسیم اوقات سره سم د جنوری پر اتمه وسی.

ټاکل سوې ده چی جمهور ریس پروېز مشرف نن ناوخته هیواد ته یوه ټلوېزیونی وینا وکړی.

مخکی ښاغلي مشرف په اسلام اباد کی د فرانسې دخارجه وزیر برنارډ کوچنر سره وکتل. ښاغلی کوچنر د ټروریزم په مقابل کی د پاکستان د حکومت ملاتړ وکړ او وې ویل چی فرانسه غواړی په پاکستان کی انتخابات وسی.

XS
SM
MD
LG