د لاس رسي وړ اتصالات

د بوتو د قتل په هکله دی ملگری ملتونه تحقیق وکړی: زرداري


دپاکستان دمقتولې مشرې او پخوانې صدراعظمې بینظیر بهتومیړه بیاغوښتی دی چې ملگری ملتونه دی دهغې د وژل کیدلو په باب تحقیق وکړی . نن دشنبی په ورځ دواشنگټن ورځپاڼې یو رپوټ خپورکړیدی . په دغه رپوټ کې راغلې دی چې اصف علی زرداری ویلی دی چې دحکومت تحقیقات به اعتبارونلری .دهغه په قول یو څوک کیډه دچرگو دکوډلې نه پیهرداره کوی. ښاغلې زرداری په لویدیځ کې دډیموکراسۍ له دوستانو په خاصه توگه له امریکا او بریتانی نه غوښتی دی دهغه دغوښتنی ملاتړ دی وکړی چې وائې، ملگروملتونه دی دهغه دمیرمنی دوژل کیدلو په باره کې تحقېق وکړی.

دبریتانی دتروریزم ضد یوه ډله صاحب منصبان پاکستان ته رسیدلی دی چې دحکومت سره دمیرمن بهتو دقتل په باب تحقیقاتو کې تخنیکی او دعدلی طب په برخه کې مرسته وکړی . دپاکستان جمهوررئیس دبریتانی له پولیسو نه په داسی وخت کې مرسته وغوښتله دمیرمن بهتو دوژل کیدلوپه سرسخت جنجال پیدا شویدی . ښاغلې مشرف ددغه قتل ملامتی په افراطی مسلمانانو باندی واچوله اوهغه تورونه ئې ردل کړل چې وائې، پوځ او استخباراتی اداری په دغه قتل کې لاس لاره.

XS
SM
MD
LG