د لاس رسي وړ اتصالات

هوکابی: جمهوریت غوښتونکی باید هغو رایه ورکونکو ته توجه وکړی چې کم عائد لری


د جمهوری ریاست د مقام لپاره جمهوریت غوښتونکی کاندید مائک هوکابی وائې، دهغه گوند باید دمنځنی طبقی او دټیټی طبقی رایه ورکونکوته زیاته پاملرنه وکړی چې د امریکا اقتصاد ورباندی تاثېرکړیدی.

د ارکنسا پخوانی گورنر نن د یکشنبی په ورځ دامریکا تلویزیونی شبکی فاکس ته په مرکه کې د نیوهمپشهرپه ایالت کې درایه ورکولو نه دوه ورځی د مخه داتبصره وکړه.

د اریزونا سناتور جان مکین وویل، د میټ رومنی په لارښونه منحرف شووکسانو دده په دوکاندید شووملگروباندی وحشیانه حمله کړیده. د مساچوست پخوانی گورنر رومنی نن د یکشنبی په ورځ دامریکا تلویزنی شبکی فاکس سره هم مرکه وکړه.

ده په انتخاباتی مبارزه باندی دومره پیسی لگولی چې نه ئې غو ښتل دومره ولگوی مگر وائې، دومره ئې لاندی لگولی چې غواړی هاغومره ولگوی. ډ یموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو پرون دشنبی په ورځ په نیوهمپشهرکې په جلا جلا مناظرو کې برخه اخیستی وه.

ډ یموکرات او جمهوریت غوښتونکو کاندیدانو د امریکا په شمال ختیځ ایالت نوی همشهرکې خپلوگوندی غونډو کې پرون دشنبی په ورځ په دغه ایالت کې دسه شنبی د ورځی درایه ورکولو نه دمخه خپل دریځونه څرگندکړل.

د جمهوری ریاست د مقام لپاره څلورو ډیموکراتو کاندیدانو د نیویارک سناتورې هیلری، دشمالی کارولیناپخوانی سناتور جان ایډوارډز، د ایلونائې سناتور بارک اوباما اودنیو مکسیکو گورنر بل ریچردسن په خارجې پالیسی، په عامی روغتیا او دبدلون په تعریف باندی خبری وکړی.

په تیره هفته کې واقعآ د هرکاندید شعار بدلون وچې وروسته بیا اوباما دائوا په گوندی غونډه کې له نورو کاندیدانونه دمخه شو.

شپږو جمهوریت غوښتونکو کاندیدانو پرون د شنبی په ورځ دعراق د جنگ په سټراټیجی او د مهاجرت په چارو کې په اصلاحاتو باندی خبری وکړی.

د عامه افکارو وروستی سروی ښئ چې ډیموکراتان اوباما او میرمن کلنټن واقعآ دسه شنبی دورځی درایه ورکولونه دمخه دواړه سره برابردی په داسی حال کې چې داریزونا سناتور جان مکین په جمهوریت غوښتونکو کې دمخه دی.

XS
SM
MD
LG