د لاس رسي وړ اتصالات

تېره هفته د کردانو د بمب دچاودنی په اثر د مړو شمېر 'شپږو تنو' ته رسېدلی دی


د ترکیې د روغتون مقامات وایی تېره هفته د کردانو د دیارباقر په ښار کی د بمب دچاودنی په اثر د مړو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی دی.

مقاماتو وویل یو شاگرد چی په هغه حمله کی سخت ټپی سوی وو، نن وفات سو. د پنځو نورو وژل سویو کسانو له جملې څخه، څلور تنه یې د ښونځي شاگردان وه.

په هغه چاودنه کی تقریبا اویا تنه نور ټپیان شول. مقاماتو ویلي دي چی د بمب ددغی حملې هدف هغه پوځی بس موټر وو چی عسکر پکښی سپاره وه، مگر ددغه ښار په جنوب ختیځ کی یوه ښونځي ته نیژدې وچاود.

هیڅ چا ددغی حملې مسولیت نه دی اخیستی، مگر د ترکیې مقامات وایی دوی گومان کوی چی دا به د کردستان د کارگر گوند پی کې کې د یاغیانو کار وی.

پی کې کې ددغی حملې مسولیت نه دی اخیستی، مگر ویلی یې دی چی ددغی ډلی غړو، چی مستقل عملیات کوی، ښایی دغه حمله کړې وي.

XS
SM
MD
LG