د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان - په افغانستان کی د امریکا د پوځی ماموریت د ملاتړ په سر اختلافات


د جاپان صدر اعظم او د هغه مهم رقیب په افغانستان کی د متحده ایالاتو د پوځی ماموریت د ملاتړ په سر اختلافاتو په حلولو کی ناکام شوي دي.

صدر اعظم یاسوفوکودا او د هغه مخالف مشر ایچیرو اوزاوا، د سپټامبر د میاشتی راهیسی چی ښاغلی فوکودا صدراعمم شوی دی، نن د چارشنبې په ورځ په پارلمان کی د لومړي ځل لپاره بحث سره وکړ.

ښاغلي فوکودا د اوزاوا ډیموکراټ گوند ته خواست وکړ چی د هند په سمندر کی د جاپان د سمندری قواو د هغه ماموریت د سره پیل کېدلو ملاتړ وکړي چی د متحده ایالاتو په رهبری ایتلافی قواو ته یې د سون مواد برابرول.

د ښاغلي فوکودا حکومت د نوامبر په میاتشت کی ځکه دغه ماموریت ختم کړ چی د پارلمان د مشرانو جرگې، چی اکثریت یې د مخالفینو په لاس کی دی.

د سمندری قوې ددغه راز فعالیت دتمدیدولو سهر موافقه ونه کړه. اوزاوا یو ځل بیا په خپل دې دریځ باندی ټینگار وکړ چی د متحده ایالاتو په رهبری قواو ته د مرستو ورکول د جاپان د اساسی قانون سره مغایرت لری.

ښاغلي فوکودا وویل دغه سمندری ماموریت د سولی ساتنی د بین المللی عملیاتو سره مرسته ده چی ټولی نړۍ ته یې گټه رسېږی.

انتظارکېږی چی د جاپان حکومت د پارلمان په اولسی جرگه کی د خپل دوه ثلثه اکثریت نه گټه واخلی او ددغه ماموریت له سره پیل کېدل منظور کړي.

مخکی له هغه چی دا کار وشی حکومت باید یا انتظار وباسی چی د مشرانو جرگه په دغه لایحه رایه گیری وکړي او یا باید داولسی د جرگې د لومړنۍ منظوری نه وروسته شپېته ورځی معطل شی.

دغه مهلت د شنبې په ورځ پوره کېږی.

XS
SM
MD
LG