د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش بحرین ته رسیدلی دی


جمهوررئیس بوش بحرین ته رسیدلی دی. دا دخلیج دوهم ملک دی چې ښاغلی بوش پکې تم شویدی. تریوحده پوری غواړی چې دخپلو هغو کوښښونو لپاره ملاتړلاس ته راوړی چې په سیمه کې دایران مخ په زیاتیدونکی اثررسوخ مخه ونیسی . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> توقع ده چې هغه دبحرین دپادشاه حامد بن عیسئ الخالفیه سره خبری وکړی . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> ښاغلې بوش دامریکا لومړی جمهوررئیس دی چې بحرین ته ئې سفرکړیدی .په بحرین کې دامریکا پنځم نمبر سمندری قوا پرته ده . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> جمهوررئېس بوش وائې، هغه یوکال پخوا فیصله وکړه چې عراق ته دی دامریکا اضافی عسکر واستول شویدی نو په دغه هیواد کې ئې تاوتریخوالی پوره کم کړیدی چې دده په قول هیله ئې پیدا کړیده . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> ښاغلې بوش نن دشنبی په ورځ دکویت دافریجان په نظامی مرکزکې په عراق کې دخپل نظامی قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس او په بغداد کې دامریکا دسفیر رین کراکر سره دغونډی نه وروسته داتبصره وکړه . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> ښاغلې بوش خبریالانو ته وویل، له عراق نه دامریکائې عسکرو دوتلو په باره کې فیصله نده شوی اووویل، دی به داموضوع جنرال پیټریس ته پریږدی چې ټاکل شوی دمارچ په میاشت کې خپل پېشنهاد وکړی . ښاغلې بوش دکویت دامیر شیخ صباح الاحمد الصباح سره هم خبری وکړی . <!--[if !supportEmptyParas]--> <!--[endif]--> ښاغلې بوش وویل، امریکا باید ددی ډاډ ورکړی چې په دوه زره اتم کال کې په عراق کې ډیر پرمختگ وشی اوزیاته ئې کړه چې هلته داوږدی مودی کامیابی د منځنی ختیځ دثبات لپاره ډیره مهمه ده . هغه په سورئې باندی غږوکړعراق ته دترورستانو ورتگ بندکړی او له ایران نه ئې وغوښتل چې په عراق کې په ملیشو او ترورستی ډلو باندی مرستی بندی کړی . <!--[if !supportEmptyParas]-->

XS
SM
MD
LG