د لاس رسي وړ اتصالات

اېران وعده کوى چې د ملگرو ملتونو  پوښتنو ته ځواب ووايي


د اېران خارجه وزارت وعده کوى چې هغو ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي چې د ملگر ملتونو د اټومى چارود څارنى موسسه ېې تراوسه پورې د اېران د پخواېنو اټومى فعالېتونو په باب لرى.

د اېران د خارجه وزارت نطاق تهران ته د ملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى د ادارې د مشر محمد البرادعى له سفر نه دوه ورځى وروسته ووېل چې چارواکېو په دې موفقه کړېده چې په راتلونکېو څلورو اونېو کې به پاتى پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

اېران محمد البرادعى ته ېورانېمو دغنى کولو دهغو نوو سنټر فېوژونو په باب هم معلومات ورکړ چې د اېران اټومى ساېنسپوهان پرې کارکوى.

د اېران ستر روحانى مشر اېت الله على خامنه ېې د شنبى په ورځ محمد البرادعى ته ووېل پکارده چې دملگرو ملتونو دا ټومى اېنرژى د څارنى اداره له اېران سره د اټومى پروگرام په باب خبرى وکړى نه د ملگرو ملتونو د امنېت شورى.

د ملگرو ملتونو دامنېت شورى پراېران باندى پخوا دوه ځلې بندېزونه لگولى دى ځکه چې اېران د خپلو ېورانېمو دغنىکولو کار پرچاو نه کړ.

د ېورانېمو دغنى کونگ له بهېر نه وروسته بېا د اټومى وسلو په جوړولو کې هم کار اخېستل کېدلى سى.

XS
SM
MD
LG