د لاس رسي وړ اتصالات

اولمېرت دا اقدام له نظره نه غورځوى چې اېران د اټومى وسلو دلاسته راوړلو نه اېسار کړى


د اسراېېلو چارواکى وايى چې صدر اعظم اېهود اولمېرت وېلى دى چې دى دا اقدام بالکل له نظره نه غورځوى چې اېران داټومى وسلو د لاسته راوړلو نه اېسار کړى.

د اسراېېلو ېوه چارواکى د اېهود اولمېرت له قوله وېلى دى چې هغه نن د پارلېمان ېوې کومېټى ته ووېل چې دى په هغو اقداماتو غور کوى چې قانونى وى او اېران د اټومى مهارت او وسلو د لاسته راوړلونه اېسار کړى.

د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد غږ کړى و چې ېهودي دولت به د دنېا له نقشې نه نېست او نابود کړي. اسراېېل پر اېران دا تور لگوى چې په د اټومى وسلو په لاسته راوړلو پسى دى.

اسراېېل د امرېکاد استخباراتو هغه وروستى رپوټ ردوى چې وايى تهران داټومى وسلو د لاسته راوړلو پروگرام په ٢٠٠٣ مېلادى کال کې په ټپه درولى و.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش تېره اونى اسراېېلو ته د خپل سفر په دوران کې ووېل چې اېران اوس هم د ېو خطر په توگه موجود دى ځکه چې اېران دېته ادامه ورکوى چې د اټومى وسلو د جوړولو لپاره چې کوم علم اوپوهه پکارده هغه زده کړى.

خو اېران په دې ټېنگار کوى چې ددوى اټومى پروگرام ېوازې سوله ئېز مقاصد لرى. د امرېکا او اسراېېلو چارواکى وايي دوى داغوره گڼى چې داېران داټومى وسلو د پروگرام جنجال په سوله ئېز ډول حل کاندى.

XS
SM
MD
LG