ښاغلى بش سعودى عربستان ته رسېدلى دى چې د اسراېېلو او فلسطېنېانو د سولى لپاره ملاتړ ترلاسه کړى او اېران محدود کړى د امرېکا جمهور رئېس جورج بش سعودى عربستان ته رسېدلى دى.
تمه دى چې دى به هلته د اسرائېلو او فلسطېن د سولى لپاره دملاتړ غوښتنه وکړى. د دى ترڅنگ به دامرېکا دهغو هڅو لپاره هم له سعودى چارواکېو سره خبرى وکړى چې اېران په سېمه کې محدود کړى.
د سعودى عربستان باچا عبدالله د رېاض په هوايي ډگر کې ښاغلى بش ته هغه وخت چې دهغه الوتکه په مېدان کې ښکته شوه هرکلى وواېه. دواړو مشرانو له خبرېالانو سره خبرى وکړى.
ښاغلى بش به د خپل سفر په دوران کې دسعودى باچا په هغو مذاکراتو باندى په مختصر ډول خبر کړى چې هغه د تېرې اونى په سفر کې د اسراېېلو او فلسطېن له مشرانو سره وکړې. چارواکى وايي چى ښاغلى بش به په دې برخه کې هم خبرى وکړى چې امرېکا اېران ته د سېمى د ثبات په برخه کې د ېوخطر په نظر گورى او په منځنى ختېځ کى به دنورې ازادى لپاره هم فشار واچوى.
ښاغلى بش دمنځنى ختېځ له سفرنه د اکار واخېست چې په سېمه کې د امرېکا انډېوال هېوادونه دېته وهڅوى چې د فلسطېن هغو مشرانو ته مالى او دېپلوماتېک ملاتړ برابر کړى چې له اسراېېلو سره د سولى په خبرو کې برخه اخلى.
ښاغلى بش په هغه وېنا کې چې د ېکشنبى په ورځ ېې په ابودبى کې وکړه د خلېج هېوادونه ېې دېته وهڅول چې له واشنگټن سره د اېران په مقابله کې مرسته وکړى.
هغه اېران په نړى کې د ترهگرى په پاللو کې مخکښ هېواد وباله د ښاغلى بش په خبرو کې به سعودى له چارواکېو سره د وسلو د خرڅولو مسله هم منځته راشى مخکى له دېنه چې ښاغلى بش سعودى عربستان ته ولاړسى هغه دوبۍ ته په لنډ سفر تللى و.
هغه دځوانو عربو مشرانو سره په گردى مېز کې برخه واخېستله او ورته وې وېل چې امرېکا دهغوى د دېن درناوى کوى او غواړى چې په گډه ورسره د سولى لپاره کار وکړى. .