د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور ریس وايي چې بلواکوونکي به ووېشتل شي


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف خبردارى ورکړېدى چې که بلوا کوونکي کوشش وکړى چې په پارلېمانى انتخاباتو کې گډوډى راولى نو وبه وېشتل شى.

د راتلونکې مېاشتى پارلېمانى انتخاباتو مقصد دادى چې په پاکستان کې ثبات راولى او دمېاشتو مېاشتو ناکرارى پکى پاېته ورسېږى.

جمهور رئېس پروېز مشرف په هغو تبصرو کې چې ددوشنبى په ورځ ناوخته ېې وکړې دخپل ملک پولېسو او پوځ ته هداېت کړېدى چې که هرڅوک په راېو اچولو کې گډو ډي راولى هغه دې وولي. د پاکستان پارلېمانى انتخابات د فبرورى په اتلسمه باندى کېږى.

له اول نه انتخابات د جنورى په نهمه نېټه کېدل خو د پاکستان د مخالفې سېاسى مشرې بېنظېرې بهټو د وژل کېدلو له امله وځنډول شول. نوموړى د ډېسمبر دمېاشتى په اخرو شپو ورځو کې ووژل شوه.

په ېوه بل رپوټ کې وېل شوېدى چې نن د سه شنبى په ورځ په پاکستن کې د ترهگرۍ ضد ېوې محکمى درى افراطېان په دې سبب په عمرى قېد محکوم کړل چې په ٢٠٠٢ مېلادى کال کې ېې د جمهور رئېس پروېز مشرف د وژلو په هڅو کې برخه اخېستى وه.

په دغو درې واړو باندى دا تولگېدلى و چې کوشش ېې کاوه چې ېو داسى موټر چى له چاودونکېو موادونه ډک ود ښاغلى مشرف له کاروان سره چې په کراکى چې له ېوه سرک نه تېرېده وجنگوى. خو له لېرې نه کنترولېدونکى وسېله چې بم ېې باېد الوزولى و، بې کاره وخته او بم ېې ونه چولى شو.

په پاکستان کې په دې تېرو نېژدى مېاشتو کې د مرگ ژوبلې ېوه لړۍ روانه وه او په سوونو کسان پکى ووژل شول. ددوشنبى په ورځ په کراچى کې د ېوه بم په چاودنه کې لس کسان ووژل شول.

په ېوه لېرې قبېلوى سېمه کې د جگړو په ترڅ کې ٢٣ افراطېان او اوه تنه عسکر ووژل شول. د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د چاودنى په وخت کې په کراچى کې و.

پولېس وايي دوى تراوسه پورې په دې نپوهېږى چې په چاودنه کې چا لاس و.

XS
SM
MD
LG