د لاس رسي وړ اتصالات

کاندا لیزا رایس نن په بغداد کی د عراق د عالی رتبه چارواکو سره وکتل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیری، کاندا ولیزا رایس نن په بغداد کی د عراق د عالی رتبه چارواکیو سره د قبیلوی ډلو ترمینځ د سیاسی روغی جوړی په منظور، وکتل.

میرمن رایس په بغداد کی په یوه خبری کنفرانس کی د عراق د حکومت د شنبی د ورځی د هغی پریکړی هرکلی وکړ چی د صدام حسین د بعث د گوند پخوانی غړی کولای شی چی په حکومتی وظایفو کی برخه واخلی.

هغی زیاته کړه چی عراقی مشران باید اوس قانون تطبیق کړی او هم مهم قوانین تصویب کړی چی په هغو کی د ولایتی انتخاباتو لپاره د یوی اساس نامی جوړول شامل دی.

میرمن رایس چی په ریاض کی د جمهور ریس جورج بوش سره د هغه د منځنی ختیځ په سفر کی موجوده وه، نن بغداد ته ولاړه. دا به نن مازدیگر بیرته ریاض ته ولاړه شی.

په یوه بل خبر کی د عراق د دفاع وزیر، عبدل قادر وایی چی د ده ملک د خپلو سرحداتو د ساتلو لپاره تر نورو لسو کالونو لپاره خارجی قواوو ته ضرورت لری.

ښاغلی قادر د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کی چی نن خپره شوه ویلی چی د عراق د حکومت لپاره څاور نور کالونه په کار دی چی د ملک بشپړ داخلی امنیت تامین کړی.

XS
SM
MD
LG