د لاس رسي وړ اتصالات

بش: عراق په سېاسى برخه کې پرمختگ کړېدى


د امرېکا جمهور رئېس، جورج بش، نن د چارشنبى په ورځ منځنى ختېځ ته خپل سفر په مصر کې پاېته ورساوه.

ښاغلى بش ووېل د اسراېېلو او فلسطېن په چم گاونډ کې هېوادونه دېته لېوال دى چې دا مرسته وکړى چې اسراېېل او فلسطېن د سولې موافقى ته سره ورسېږى.

ښاغلى بش، د مصر له جمهور رئېس حسنى مبارک سره، د سره سمندر کى په تفرېحى ځاى، شرم الشېخ کې ملاقات وکړ.

هغه ووېل دى به د سولې په هڅو کې خپل کوشش ته ادامه ورکړى. هغه زېاته کړه چې دى په خپله وېنا عمل کوى.

ښاغلى مبارک ووېل دى ددغو هلوځلو ملاتړ کوى چې د اسراېېلو او فلسطېن ترمنځ د سولى تړون په ېوکال کې سرته ورسېږى.

د امرېکا جمهور رئېس له مصر نه مننه وکړه چې د لبنان د حکومت ملاتړ ېې وکړ او وې وېل چې سورېه او اېران باېد د لبنان په سېاسى چاروکې خپلې لاسوهنى بندى کړى.

ښاغلى بش په خپلو خبرو کې دا هېله هم څرگنده کړه چې مصر به د سترې دېموکراسۍ د منځته راتللو په لور اقدامات وکړي. د عراق د حالاتو په باب ښاغلى بش ووېل چې د بغداد حکومت بېخى سم ندى خو د سېاسى روغې جوړى په برخه کې ېې د مختلفو سېاسى ډلو تر منځ پرمختگ کړېدى.

د عراق پارلېمان په دې نېژدى ورځو کې هغه قانون منظور کړ چې د صدام حسېن د بعث گوند غړېوته اجازه ورکوى چې په حکومتى کارونو کې برخه واخلى. ښاغلى بش بېرته واشنگټن ته راوان دى.

ښاغلى بش د خپل سفر په دوران کې د ددوشنبى او سه شنبى ورځې په سعودى عربستان کې تېرې کړې او هلته ېې داوپېک د تېلو د موسسى په غړېو هېوادونو غږ وکړ چې دتېلو تولېد زېات کړى چې دتېلو بېه راټېټه سى.

ښاغلى بش وايى دې هېله من دى چې د سعودى له باچا عبدالله سره له خبرونه وروسته به اوپېک د دتېلو د تولېد د زېاتوالى کار منظور کړى.

د سپېنى ماڼۍ نطاقه ډانه پرېنو وايى چې جمهور رئېس د سعودى له باچا سره په دغه موضوع باندى د سه شنبى په ماښام له ډوډۍ نه وروسته خبرى وکړى.

ښاغلي بش منځنى ختېځ ته د خپل سفر په دوران کې اسرائېلو، لوېدېځې غاړى او د خلېج څو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

XS
SM
MD
LG